Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې یو لیکوال د خپلو ۴۱ ناچاپو کتابونو د چاپ برخه کې د مرستې غوښتنه کوي

لغمان کې یو لیکوال د خپلو ۴۱ ناچاپو کتابونو د چاپ برخه کې د مرستې غوښتنه کوي

author avatar
1 Dec 2024 - 14:32
لغمان کې یو لیکوال د خپلو ۴۱ ناچاپو کتابونو د چاپ برخه کې د مرستې غوښتنه کوي
author avatar
1 Dec 2024 - 14:32

مهترلام (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۳): د لغمان په مرکز مهترلام کې د محمدعیسی سعد په نوم یو لیکوال وايي، ۴۱ بېلابېل عنوانه کتابونه یې لیکلي خو د چاپولو توان یې نه لري، هغه له حکومت او شتمنو هېوادوالو غواړي چې په دې برخه کې مرسته ورسره وکړي.

د لغمان د مرکز مهترلام ښار اوسېدونکی ۷۲ کلن محمدعیسی سعد پژواک خبري اژانس ته وویل، تر دې مهاله یې ۴۵ بېلابېل عنوانه کتابونه لیکلي چې یوازې څلور عنوانه یې چاپ شوي او ۴۱ یې ناچاپه پاتې دي.

هغه زیاته کړه، حکومت او شتمن هېوادوال دې ورسره د پاتې کتابونو د چاپ برخه کې مرسته وکړي.

د نوموړي په خبره، تر دوولسم ټولګي زده‌کړې یې د لغمان په روښان عالي لېسه کې کړې او بیا یې د کډوالۍ پر مهال د احادیثو برخه کې ماسټري ‌کړې ده.

هغه د خپلې لیکوالۍ د پیل په اړه وویل: «لومړنۍ لیکنه چې ما په ګاونډي هېواد پاکستان کې (د کمونیزم خنډونه او یو قهرمان مجاهد) تر عنوان لاندې وکړه، د هغه وخت مشرانو استادانو ته د خوښۍ سبب شوه چې زه لا وهڅېدم او تر ننه پورې په همدې سفر روان یم.»

نوموړي وویل، تر دې مهاله یې ۴۵ عنوانه کتابونه لیکلي چې نوملړ یې په لاندې ډول دی:

د لغمان تاریخي ابدات، ښوونه او روزنه د اسلام له نظره، ښوونه او روزنه د اسلام او غربي پوهانو له نظره، د فرد او ټولنې ګډ مسوولیتونه، سوالګره مور، د تیمور ګرګین مختصر تاریخ، اسلامي اقتصادي نظام، دودونه، سروکي او چهاربیتې، اسلامي ثقافت، اسلامي ثقافت او ځوانان، د ځوانانو اسلامي نهضت، د نبیانو تاریخ، لغمان د جهاد او مبارزو په څپو کې (۱۳۸۰ - ۱۴۰۱)، د لغمان شهیدان (۱۳۵۷ -۱۳۷۱ دوه ټوکه)، په قراني کیسو کې هنري ښکلا، د قران پاک نومونه او د سورتونو نچوړ، ښوونیز جهاد او مخدره توکي، اسلامي ثقافت او د تجوید علم، د اسلام سیاسي تاریخ پنځه ټوکه، اسلامي ارواپوهنه، تصوف که د نفس تزکیه، د ځوانانو او ماشومانو اسلامي روزنه، د ماشومانو د اسلامي روزنې اصول، د جهاد ځلانده ستوري، حضرت خالد بن ولید رض د الله توره، د ژوند خاطرې، د راشده خلفاوو مناقب، د مذاهبو اعتقادات، د غیرت کیسې، د بشر حقوق، منهم تیمور جهان گشا، اقبال پېژندنه، د مولانا رومي پېژندنه، معجزه کرامت د قران په پلوشو کې، سیرت نبي صل الله علیه وسلم نظم، جهان لمبه لمبه دی، د اسیا زړه، څه به غم کړم، کوثر، دا څه شور دی، هوا هوس، سره لمبه، شپنۍ چاپې او اقبال شناسي.

د هغه په خبره چې د دغو کتابونو له ډلې یې یوازې څلور چاپ شوي دي.

ورته مهال، د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین هم د یاد لیکوال کړې هڅې ستایي او زیاتوي چې هڅه کوي د چاپ برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د یاد ریاست رییس مولوي عبدالنور رسولي وویل، دوی د لیکوال محمدعیسی سعد د لیکوالۍ ستاینه کوي چې د وخت له غوښتنو سره سمه لیکوالي یې کړې ده.

نوموړي وویل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري په هر ولایت کې د کتابونو راټولېدو او چاپ په موخه ګډې ګمېټې جوړې شوې چې دوی به هم په دغه ولایت کې د یادې کمېټې په مرسته د لیکوالانو د ناچاپو کتابونو کتنه او ارزونه ترسره کړي او بیا به یې د چاپ په موخه وزارت ته واستوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.