جلالاباد (پژواک، ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳): د ننګرهار د کرنې رياست وايي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې له لوري په دغه ولایت کې ۲۱زره او ۱۰۰ ګروندګرو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کېمیاوي سره ووېشل شول.
مسوولین وایي، دغه مرسته د اکشن اېډ موسسې په مالي مرسته په دغو بزګرانو باندې په ۱۳ ولسواليو کې وېشل شوې.
د ننګرهار ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس مولوي محمد ولي محسن نن د دغې مرستې د وېش پر مهال وويل چې په دغه ولايت کې د غنمو د حاصلاتو د ښه والي او ډېروالي په موخه د کرنې او خوړو ادارې له لوري ۲۱زره او ۱۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سرې ورکړل شوې.
دی وايي: «په ۱۳ ولسوالېو بهسود، پچیراګام، خوږیاڼي، شېرزاد، حصارک، دره نور، کوزکونړ، کامه، ګوشته، لعلپوره، مومندره، اچین او هسکه مېنه کې دا مرستې وېشل شوي چې هر بزګر ته ۵۰ کیلو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو یوریا او ۵۰ کیلو توره سره ورکړل شوه.»
هغه زیاته کړه په نږدې راتلونکې کې به د ۸ ولسوالیو ۴ زره او ۷۰۰ نورو بزګرانو ته هم د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ورکړل شي.
دغه راز د اکشن ايډ مؤسسې مسوول انجینر عبدالسلام هلالي وویل، یادو بزګرانو ته د غنمو کرلو، کرنیزو عملیو، سرې استعمال، اوبولګولو، هرزه وښو کنټرول، ناروغیو مخنیوي او په نورو برخو کې روزنه هم ورکړل شوې ده.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP