کابل (پژواک، ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳): یو شمېر خلک وايي، د ځینو قیمتي غمویو لرونکو ګاڼو کارول د دې ترڅنګ چې ښکلا ورسره زیاتیږي، د نظر مخنیوی کوي او روغتیا بښونکي دي خو کارپوهان وايي، په دې اړه تراوسه کومه علمي څېړنه نه ده شوې.
افغانستان کې بېلابېلې قیمتي کاڼې لکه زمرد، یاقوت، فېروزه، لاجورد، لعل او نور پیدا کېږي او زرګران یې په ګوتمو، غاړکیو، غوږوالیو او لاسبندونو کې کاروي.
د قیمتي کاڼو د کارونکو باورونه
د کابل ښار یوې اوسېدونکې نیکبخت د شهرنو په یوې زرګرۍ کې پژواک خبري اژانس ته وویل: «نن راغلې یم چې زوی ته مې د فېروزې ګوتمه واخلم، نظر لپاره ښه ده… سپینزر چې پاک وي، ټولو شیانو لپاره ښه دي.»
د هغې په باور، د فېروزې د غمي ترڅنګ سپینو زرو کې د لاجورد او عقیق غمي هم کارونکو لپاره ښه اغېزې لري؛ پر ځینو ناروغیو د اخته کېدو مخه نیسي.
هغې چې د فېروزې او عقیق دوه ګوتمۍ یې پر لاس وې، زیاته کړه: «سپینو زرو کې عقیق چې د انسان په لاس یا غاړه نه وي، هرومرو ناجوړ دی، همدا سپینزر چې پاک وي او د انسان په لاس او غاړه وي، د انسان وجود یو رقم سپک وي.»
ورته مهال، د کابل ښار یوه اوسېدونکي روحالله محمدي چې د ګوتمې اخیستو لپاره د زرګرۍ یو دوکان ته راغلی و، ویې ویل: «راغلی یم چې د سروزرو یوه ګوتمه چې د زمرد غمی ولري، وپلورم، دا چې د پنجشېر د زمردو لېوال یم، یو لامل یې دا دی چې زموږ د خپل وطن افغانستان دي او ډېر نړۍوال ارزښت لري، پرته له دې بدن لپاره ډېرې ښې طبیعي اغېزې هم لري.»
هغه زیاته کړه: «ګټې یې په سمدستي توګه نه لیدل کېږي خو اوږدمهال کې مو پام کېږي چې منفي انرژي رانه لرې کېږي او روان مو ښه کوي.»
نوموړي زیاته کړه، کله چې د انسان په لاس کې یوه ښه او قیمتي ګوتمه وي، ورته ښه احساس پیدا کېږي، له ښکلا یې خوند اخلي او ټول ورته پاملرنه کوي او د نورو خلکو پام ځان ته اړوي.
د کابل یوې بلې اوسېدونکې نجلا وویل: «کله مې چې اصلي عقیق غمي لرونکې ګوتمه په ګوته کړه، د خدای (ج) نعمتونه راباندې ډېر شول او ژوند کې مې برکتونه ډېر شول.»
یو زرګر: لکه څنګه چې بوټي انسان ته شفا ورکوي، قیمتي کاڼې هم شفا ورکوي
کابل ښار کې یو زرګر فهیم نعیمي چې د خپل عمر څه باندې درې لسیزې یې د قیمتي ګاڼو په جوړولو کې تېرې کړې دي، وايي، که څه هم د اجتماعیاتو له رشتې څخه فارغ دی او ډبرپېژندنه یې رشته نه ده خو قیمتي کاڼو سره د لېوالتیا له امله یې د هغو په اړه مطالعه کړې ده.
هغه وايي: «لکه څنګه چې بوټي او نباتات شفا ورکوونکي دي، قیمتي کاڼې هم شفا ورکوي، کاڼې هم خپلې ځانګړنې لري؛ ځکه له کومو مرکباتو چې جوړې شوې، هغه مرکبات شفا ورکوونکي دي.»
هغه زیاته کړه چې ډبرې په درېیو برخو؛ قیمتي ډبرې، نیمهقیمتي ډبرې او تزئیني ډبرو وېشل شوې دي، ګرانبیه ډبرې چې الماس، یاقوت، زمرد، فېروزه او لاجورد په کې شامل دي، د المونیم اکسایډ له مرکب څخه تشکیل شوې دي.
نعیمي د بېلګې په توګه وویل: «هغه ګازونه چې له زمرد څخه خپریږي، د زړه د رګونه پرانیستو لامل کېږي، عقیق خلک د ټپونو د ښه کېدو لپاره استفاده کوي؛ ځکه چې ټپ ژر ښه کوي او دغه راز عقیق د نظر ضد هم دی، لاجورد د شعاعو د جمع کولو خاصیت لري او نه پرېږدي چې د انسان بدن ته د اېکس شعاع ورسیږي.»
هغه زیاته کړه: «فېروزه یوه عربي کلمه ده، فېروزه یعنې پیروزي، کامیابي او هر څوک چې فېروزه کاروي، د هغه د عاید او کاروبار لپاره ګټوره واقع کېږي.»
هغه الماس ته په اشاره وویل چې دغه غمی د نړۍ یو له ګرانبیه ډبرو دی، د انسان روح تازه کوي او یا هغه څوک چې دغه غمی اخلي، پر ځان ویاړي چې الماس لري او همدغه ویاړ د هغه د روح د تازهوالي او خوښي لامل کېږي.
خو کارپوهان څه وايي؟
د افغانستان په علومو اکاډمۍ کې د کانونو برخې کارپوه انجنیر محمدرحیم صمیم په دې اړه وايي، د ډبرو د درملنې پر ځانګړتیاوو ډېری باور په یوه ګاونډي هېواد کې دی او له زرګونو کلونو راهیسې دغه باور په خلکو کې شته.
خو هغه په دې اړه نور څه ونه ویل.
په همدې حال کې، د کابل ښار په وزیر محمداکبر خان روغتون کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر سیدفریدشاه رفیعي، وویل: «د ډبرو د تاثیراتو د سموالي په اړه کومه علمي څېړنه او نظریه نشته او له طبي پلوه دا نه ده ثابته شوې، خو په سنتي یا دودیز طب کې دا ویل شوي او توصیه شوي، ښایي تجربه شوي وي او یو چا به نتیجه اخیستې وي چې د دې سپارښتنه کوي.»
سرچینه زیاتوي: «خو که له طبي اړخه کوم تاثیرات هم ولري، ګمان نه کېږي، نو دا لرې ده چې مستقیم تاثیرات دې ولري، په دې اړه د مستقیمو فزیکي تاثیراتو په اړه باور ناسم دی، دا ډېری د خلکو په عقیده، تصور او باور پورې اړه لري چې دوی همدا ډول احساس کوي.»
هغه زیاته کړه: «ښايي ځینې ډبرې د انسان د بدن پر بېلابېلو سیسټمونو، روح او روان تاثیر وکړي، د ارامښت او ډاډمنتیا لامل شي او په یو ډول طبي اغېز ولري.»
په همدې حال کې، یوه ارواحپوه شرفالدین عظیمي د روغتیا لپاره د ډبرو په اړه وویل: «په دې اړه مشخص علمي شواهد او څېړنې نشته او که ووایم چې ځینې څېړنې که شوې هم دي، خو کومه مثبته نتیجه یې نه ده ورکړې.»
هغه په دې اړه چې ځینې خلک د ګرانبیه ډبرو کارول د ارامتیا لپاره ګټورې بولي، وویل: «خلک کولای شي د ارامش لپاره له ډبرو استفاده وکړي، خو دا یوازې د دوی شخصي نظر دی، دا چې دغه چاره د کس پر روان اغېر لري؛ دا د شخص په روان پورې اړه لري، دا ټول څېړنې ته اړتیا لري او له بده مرغه په دې اړه علمي شواهد نهشته.»
دغه راز، یوه دیني عالم نورالله کوثر وویل: «له شرعي پلوه، د شریعت خلاف باورونه، د اسلام خلاف باورونه او عقیدې مردود دي، د دغو باورونو په شمول چې ډبره انسان ته زیان رسوي، یا کټه رسوي، د انسان روح خوشحاله کوي یا یې اراموي یا یاقوت انسان تازه کوي؛ دا ټول خرافات او د شریعت خلاف دي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP