هرات (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۳): هرات کې یو شمېر ګارکر ماشومان چې د اقتصادي ستونزو له امله له زدهکړو بېبرخې دي، له حکومته غواړي څو د دوی له کورنیو سره د اقتصادي ستونزو د حل برخه کې مرسته وکړي.
لس کلن عصمتالله چې هره ورځ په هرات ښار کې له کثافاتو د قطیو ټولولو لپاره یوه بوجۍ پر اوږه ګرځوي او د کورنۍ د لګښت دروند مسوولیت یې په ماشومانه څېره کې له ورایه ښکاري، له پژواک سره خبرو کې یې وویل، د اقتصادي ستونزو او سرپرست نشتوالي له امله له سهاره تر ماښامه پر سړکونو د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو په لټه کې دی.
هغه چې له ښوونځي او سالم ژونده بېبرخې دی وايي: «که حکومت مې له کورنۍ سره مرسته وکړي، علاقه لرم چې ښوونځي ته ولاړ شم او درس ووایم.»
هغه زیاته کړه چې هره ورځ له سهاره تر ماښامه د پلاستیکي او د نوشابو د قطیو راټولولو لپاره له کوره وځي او د ورځې تر ۱۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي او د کورنۍ لګښتونو لپاره یې ورکوي.
نوموړي وویل چې د خپلې کورنۍ یوازېنی سرپرست دی خو د غړو شمېر یې په ډاګه نه کړ.
د عصمتالله په څېر لسګونه نور ماشومان هم د هرات ښار پر واټولو کار کوي، دوی هم د دوامداره کار کولو له امله له زدهکړو بېبرخې دي.
اووه کلن احمدولي بل کارګر دی چې د هرات ښار پر واټونو ژاولې خرڅوي، هغه وايي چې د ژاولو د پلور له لارې د ورځې ۵۰ تر ۱۰۰ افغانیو ترلاسه کوي او خپلې کورنۍ ته یې ورکوي.
هغه زیاته کړه چې که د کورنۍ اقتصادي ستونزې یې حل شي، غواړي درس ووايي او یو ښه زدهکوونکی شي، خو دغه امکانات اوس ورته برابر نه دي.
بلخوا، هرات ښار کې پر واټونو د کارګرو ماشومانو شتون د خلکو او ټولنیزو فعالانو اندېښنې راپارولې او له حکومته غواړي څو د دغو ماشومانو د کنټرول لپاره لوی پروګرامونه جوړ کړي.
هرات کې یوه ټولنیز فعال همایون محمدي له پژواک سره خبرو کې وویل، پر واټونو د ګرځېدونکي ماشومانو لپاره د یوه جامع پروګرام جوړلو ته اړتیا ده، دغه ماشومان د ښار په پلو لارو کې د بېنظمۍ لامل شوي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.
هغه وویل، دغه ماشومان ځینې مهال پر لارو د تېرېدونکو کسانو د مزاحمت لامل هم کېږي.
په همدې حال کې، هرات کې اړوند مسوولین د کارګرو ماشومانو ستونزو ته د سېدنې او د هغوی لپاره د ملاتړ د پروګرامونو جوړولو لپاره له خپلو هڅو خبر ورکوي.
د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس حافظ میرزاحمد ابومنصور د دغه مطلب ترڅنګ، په یاد ولایت کې د کارګرو ماشومانو ستونزو ته د رسېدنې لپاره له خپلو هڅو ډاډ ورکوي او وايي، دغه ریاست له تېرو درېیو کلونو راهیسې د هرات له ځايي ادارې او مرستندویه موسسو سره په تفاهم د روغتیا په برخه کې له څه باندې څلور زره بېسرپرسته ماشومانو سره مرسته او لازمه همکاري کړې ده.
د هغه په خبره، د هرات د کار او ټولنیزو چارو اداره کارګرو ماشومانو ته د زدهکړو زمینې برابرولو ته ژمنه ده او په دې برخه کې یې د پوهنې له ریاست او له ماشومانو د ملګرو ملتو د ملاتړ صندوق «یونیسف» سره هم خبرې کړې دي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP