غزني ښار (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۳): د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د زعفرانو کښت ته د کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې او سږ کال یې د تېر په پرتله د حاصلاتو کچه هم لوړه ده.
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو توکو د ترویج مدیر قاري محمدزکریا هوتک پژواک ته وویل چې له ۱۳۹۵ کال را پدېخوا د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې پر کروندګرو د زعفرانو نمایشي قطعې او غوزې وېشل شوې دي.
هغه وايي چې د زعفرانو کښت د غزني په مرکز، خواجهعمري، واغظ، قرهباغ، ګیلان او دهیک ولسوالیو کې ښې پایلې ورکړې دي.
هغه وویل، تېر کال په دغو ولسوالیو کې پر سل جریبه ځمکه زعفران کرل شوي وو خو سږ کال یې کچه ۳۰۰ جریبو ته لوړه شوې ده.
هغه وايي: «دا د دې ښکارندويي کوي چې د زعفرانو کښت ته د کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې.»
هوتک وویل، سږ کال له دغه ولایت څخه پاکستان او هندوستان هېوادونو ته تر اوسه شاوخوا ۳۰ کیلوګرامه زعفران صادر شوي او همدمره نور به هم صادر شي.
د نوموړي په وینا، دوی هڅه کوي چې د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ کروندګرو سره د زعفرانو د کښت برخه کې نورې مرستې هم وکړي.
په ورته وخت کې، د زعفران یوه پروسس کوونکي منګل پژواک ته وویل چې د غزني زعفران د ښه کیفیت له امله د هېواد دننه او بهر کې ځانګړی ځای لري.
هغه وايي، که پر زعفرانو سمه پانګونه وشي او بازار ورته پيدا شي نو په یوه مهم صادراتي توکي بدلېدای شي.
بل لورته، کروندګر هم خوښ دي چې سږ کال به له زعفرانو ډېره ګټه ترلاسه کړي.
یوه کروندګر محمد زبیر پژواک ته وویل، سږ کال یې زعفران ښه حاصلات ورکړی او هیلهمن دی چې ډېره ګټه به هم ترلاسه کړي.
نوموړي وویل: «ځمکه لرو، اوبه شته، د زعفرانو لګښت کم او حاصل یې ښه وي، له یوه هکټاره ځمکې څخه شاوخوا دوه کیلو زعفران ترلاسه کېږي چې د یوې کیلو زعفرانو بیه شاوخوا ۱۲۰ زره افغانۍ ده له دولته غواړو چې د زعفرانو د کښت، تولید او پروسس برخو کې مونږ سره همکاري وکړي.»
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د غزني ترڅنګ په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د زعفرانو کښت ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې ده.
Views: 29
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP