Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي عبدالسلام حنفي ازبکستان کې له مېشتو افغان سوداګرو افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې

کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء‌ اداري مرستیال په ازبکستان کې له مېشتو یو شمېر افغان سوداګرو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې افغانستان کې دې د کانونو په استخراج، انرژۍ، کرنې او تولیدي کارخانو جوړولو برخو کې پانګونه وکړي.

د اسلامي‌ امارت د ویاند مرستیال مولوي حمد‌الله فطرت نن پر اېکس‌پاڼه لیکلي، د اسلامي‌ امارت د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون ماښام په ازبکستان کې له مېشتو یو شمېر افغانانو او افغان سوداګرو سره کتلي دي.

فطرت لیکلي، په دې کتنه کې چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د اسلامي‌ امارت سفارت په انګړ کې ترسره شوه؛ ازبکستان کې مېشت افغان سوداګرو او افغانانو په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په سوداګریزو چارو کې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.

بل لور ته بیا حنفي په ازبکستان کې له مېشتو افغانانو او سوداګرو غوښتي چې په افغانستان کې له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې د کانونو د استخراج، انرژۍ، کرنې او تولیدي کارخانو جوړولو برخه کې پانګونه وکړي او د هېواد په ابادۍ او پراختیا کې دې ونډه واخلي.

نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د عمومي عفوې فرمان په صادرېدو سره هېچا ته په هېواد کې امنیتي او سیاسي ستونزه نشته او په هېواد کې یې د سوداګرۍ او پانګونې په بېلابېلو برخو کې فرصتونه او لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.