Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغاستان په کچه څه باندې ۱۸۹ زره معلولین ثبت شوي

کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۳): د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې دغه وزارت د افغاستان په کچه ۱۸۹ زره او ۶۳۵ معلولین ثبت کړي دي.

نن د ډسمبر درېیمه د معلولینو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده او دا ورځ د ملګرو ملتونو عمومي مجمعې له لوري نومول شوې ده.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش د دې ورځې په مناسبت په یوه ویډیویي کلیپ کې ویلي: «د ډسمبر درېیمه چې د معلولینو له نړۍوالې ورځې سره سمون لري، په همدې مناسبت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ټولو درنو معلولینو ته چې د څو لسیزو جهادي مبارزو په ترڅ کې یې د اعلاء کلمة‌الله، د اسلامي شریعت د تنفیذ، د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او ساتنې په موخه د خپل بدن غړي له لاسه ورکړي او یا هم د نورو طبیعي پېښو له امله معلول شوي، د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.»

خاموش زیاته کړې، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تل هڅه کړې چې د معلولینو لپاره د ژوند په بېلابېلو برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې او یو مناسب او خوندي چاپېریال ورته رامنځته کړي.

د هغه په خبره، یاد وزارت د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په تېرو پنځو نیمو میاشتو کې د افغانستان په کچه لس میلیارده او ۹۰۶ میلیون افغانۍ یتیمانو، معلولیت لرونکو وګړو او کونډو ته د بانکي سیسټم له لارې په شفاف ډول حواله کړې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه وزارت د افغاستان په کچه ۱۸۹ زره او ۶۳۵ معلولین ثبت کړي چې په یادو ارقامو کې د اسلامي امارت، ملکي او طبیعي معلولین او تېر حکومت معلولین شامل دي.

د خاموش په وینا، ټولو ثبت شوو معلولینو ته له تبعیض پرته د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له منظور شوې طرحې سره سم د بانکي سیسټم له لارې میاشتنۍ نغدي مرستې ورکول کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.