Language

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ برخه کې د اړيکو پر پراختیا هوکړه وشوه

کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال د ازبکستان د سرخان‌دریا ولایت له چارواکو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ برخه کې د پراختیا په اړه خبرې کړې دي او په دغه هېواد کې یې له مېشتو افغان سوادګرو غوښتي څو افغانستان کې پانګونه وکړي.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي یې تېره ورځ ازبکستان ته د سفر مهال په ترمذ ښار کې له مېشت یو شمېر افغانانو، سوداګرو او پانګوالو سره وکتل.

سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې سوداګرو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په اړه خپل وړاندیزونه د اسلامي امارت له مسؤولینو سره شریک کړل.

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، اسلامي امارت تل هڅه کوي پانګوالو او سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې او امکانات برابر کړي.

حنفي ویلي، اوس‌مهال اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې لپاره زیاتې اسانتیاوې برابرې کړې دي او له هغوی یې وغوښتل چې له دې موقع څخه په استفادې دې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

ارګ لیکلي، حنفي او مل پلاوي په داسې حال کې چې د سرخان‌دریا والي او مسؤولینو یې هم ملتیا کوله، له سرحدي ګډ بازار څخه لیدنه وکړه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، همداراز د اسلامي امارت د پلاوي او سرخان‌دریا ولایت د چارواکو ترمنځ کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې او هوکړه وشوه چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اړیکې به په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د سواګرۍ برخه کې لا پراخه او پیاوړې شي.