Language

بغلان کې د ۶۲ جوړو د واده ډله‌ییز مراسم ترسره شول

پلخمري (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۳): بغلان کې نن د یوه خیریه بنسټ له لوري د ۶۲ جوړو د واده ډله‌ییز مراسم ترسره شول.

د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار د ودونو په یوه تالار کې نن یوه خیریه بنسټ د ۶۲ جوړو د واده ډله‌ییز مراسم ترسره کړل.

د یاد خیریه بنسټ مسوول سیداحمد سېلاب پژواک خبري اژانس ته وویل، هېواد کې یې د واده ډله‌ییز مراسمو ترسره کېدو په لړ کې نن بغلان کې د مېشتو اتو قومونو د ۶۲ جوړو د واده ډله‌ییز مراسم ترسره کړل چې موخه یې د ډېرو لګښتونو مخنیوی او د ناسمو رواجونو له منځه وړل دي.

هغه وویل: «د بغلان ولس ژمنه راسره کړې چې له دې وروسته به لوړ ولور او په ودونو کې د اضافي لګښتونو مخنیوي لپاره د دوی دوولس ماده‌ییز پرېکړه‌لیک لاسلیک کړي چې له مخې به یې لوړ ولور دوه لکه افغانۍ وي او ترڅنګ یې د اضافي لګښتونو لکه نوروزي، اختري او داسې نورو مخنیوی به هم وشي.»

نوموړي دغه راز وویل، په پام کې وه چې بغلان کې دغه ډله‌ییز مراسم د دوه سوو جوړو واده ته ځانګړي شي خو په خبره یې چې د یو شمېر سوداګرو له لوري ورسره د مرستې په موخه شوې ژمنې عملي نه شوې.

ورته مهال، د خلیل‌الرحمن په نوم یو ځوان چې په دې مراسمو کې یې واده وشو، وایي، له خپل او نورو خسرانو څخه خوښ دی او مننه یې کوي چې ده او نورو زومانو ته یې ټاکل شوي لوړ ولورونه ور وبښل.

هغه وویل: «زه د واده کولو لپاره اړ وم لس لکه ولور پوره کړم چې ممکن په څلور یا پنځو کلونو کې پوره شوی وای، خسر نه مې مننه کوم چې ماته یې لس لکه ولور وبښه او له هغو کسانو هم مننه چې زموږ په د واده په ډله‌ییزو مراسموکې یې مرسته کړې.»

دغه راز د مراسمو ویناوالو هم د لوړ ولور او اضافي لګښتونو په منفي اغیزو خبرې وکړې او د لوړ ولور په نه اخیستو یې ټینګار وکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.