کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۳): رسنیو راپور ورکړی چې د دیجیټلي اسعارو بازار ته د بېټکوین (BTC) له داخلیدو راهیسې د دغه ارز ارزښت خپل اوج ته رسېدلی او په مالي بازارونو کې د یوه بېټکوین ارزښت څه باندې ۱۰۰ زره ډالرو ته رسېدلی دی.
رویټرز راپور ورکړی چې نن (پنجشنبه) په مالي بازارونو کې د یوه بېټکوین ارزښت ۱۰۳ زره او ۲۲۵ ډالرو ته رسېدلی دی.
راپور زیاته کړې، د بېټکوین او ځیني نورو کوچني اسعارو لکه سولونا ارزښت په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ له بریالي کېدو وروسته ډېر زیات لوړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په ټوله کې شاوخوا ۱۸ میلیون بېټکوین استخراج شوي او دا لړۍ د ۲۱۴۰ کال پورې د یوازې شاوخوا درې میلیون نورو بېټکوین په استخراج سره په بشپړه توګه پای ته رسېږي.
په مالي بازارونو کې د بېټکوین ټولیز ارزښت څه باندې ۱،۷ ټریلیون ډالرو ته رسېږي.
تراوسه د بېټکوین بنسټ اېښودونکی معلوم نه دی، خو ساتوشي ناکاموتو نومی کس د بېټکوین د جوړونکي په نوم پېژندل کېږي چې البته د هغه ریښتینی هویت هم له ابهام سره مخ دی.
د مالي چارو ځینو کارپوهانو وړاندوېنه کړې چې بېټکوین د دې ظرفیت لري چې ارزښت یې په راتلونکي کې تر یو میلیون ډالر او ان له هغه ډېر لوړ شي.
د ۲۰۰۸ کال په ورستیو کې لومړنی بېټکوین استخراج او د ۲۰۰۹ په لومړیو کې مالي بازار ته راغلی چې په لومړیو کې د دغه رمزلرونکي ارز بیه له یوه ډالر کمه وه او د سنټ پر اساس یې محاسبه کېده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP