Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ډیپلوماټیکو اړیکو محدودلو په اړه د ناروې پرېکړه؛ افغانستان یې په اړه ناخوښي څرګنده کړې

کابل (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ناروې د هغې پرېکړې له امله ناخوښي څرګنده کړې چې ویلي یې دي، له افغانستان سره د ډيپلوماټیکو اړېکو کچه ټیټوي.

د راپورونو له مخې، تېره ورځ د ناروې بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، له افغانستان سره اړیکې محدودوي او د اسلامي امارت نوی سفیر نه مني؛ دغه راز ناروې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو لپاره نړۍوال قوانین بنسټ بولي او د دغو قوانینو له مخې کولای شي د اسلامي امارت سفیر رد کړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د ناروې شاهي دولت د هغې پرېکړې له امله ناخوښي څرګندوي چې له مخې يې د ديپلوماتيکو اړيکو کچه راټيټه کړې ده.

سرچېنې لیکلي: «هيله لرو چې دا ډول پريکړې بايد د هيوادونو په داخلي چارو پورې ونه تړل شي.»

خبرپاڼه کې راغلي، د يپلوماتيکه ښکيلتيا هلته مؤثره وي چې د لوريو ترمنځ متقابل تفاهم او احترام ته وده ورکړي، که څه هم په ليدلوريو کې اختلافات شتون ولري.

یاد وزارت لیکلي، قونسلي خدماتو ته لاسرسی د هر وګړي بنسټيز حق دی، او اسلامي امارت ټول لوري جدي هڅوي چې دې اصل ته د نړيوالو همکاريو په روحیه لومړيتوب ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.