Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو

کابل (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۳): تېره اونۍ، طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو زده‌کړې وځنډول شوې خو وروسته یوازې د ازموینو اجازه ورکړل شوه، ناروې وویل له افغانستان سره اړیکې محدودوي؛ ا.ا په دې اړه ناخوښي وښوده او اروپايي ټولنې، اتريش او سعودي له افغانستان سره ۲۴ میليون ډالره مرسته اعلان کړه.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ برخه کې د همکاریو پر پراختیا هوکړه وشوه
  • ترکیه کې مېشتو افغان سوداګرو ته هېواد ته د راستنېدو بلنه ورکړل شوه
  • ناروې: له افغانستان سره اړیکې محدودوو؛ ا.ا: پر دې پرېکړه ناخوښ شوو
  • طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو زده‌کړو ځنډول له غبرګونونو سره مخ شول
  • پاکستان: په لاریونونو کې د نیول شوو شاوخوا زرو کسانو له ډلې ۳۷ افغانان دي
  • تېره اونۍ پاکستان کې ۸۰۰ افغان کډوالو نیول شوي
  • ا.ا: افغان کډوال هيڅکله پاکستان کې په سیاسي او جنايي فعالیتونو کې ښکېل نه دي
  • ایران د ۵۰۰ افغان بندیانو نوملړ افغانستان ته د لېږدولو په موخه ا.ا ته وسپاره
  • اروپايي ټولنې، اتريش او سعودي له افغانستان سره ۲۴ میليون ډالر مرسته کوي

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو

ځايي چارواکي وايي، تېره اونۍ په فاریاب کې یوه کور ته لاسي‌بم غورځول شوی چې له امله یې د دوو مېرمنو په ګډون درې کسان ټپيان شوي، کندوز کې یوه کس خپل پلار وژلی او اروزګان کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس په ډزو وژل شوی دی.

دغه راز، د هرات امنیه قومانداني وايي، د هرات ښار په مربوطاتو کې یو وسله‌وال غل له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د سوداګریزو اړيکو پر پراختیا هوکړه

تېره اونۍ، د افغانستان د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ازبکستان ته ولاړ او هلته یې د ازبکستان له چارواکو سره هوکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې به په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ برخه کې لا پراخې کړي.

حنفي د یاد سفر پر مهال په ازبکستان کې له مېشتو یو شمېر افغان سوداګرو سره په لیدنه کې له هغوی وغوښتل چې افغانستان کې دې د کانونو د استخراج، انرژۍ، کرنې او تولیدي کارخانو جوړولو برخو کې پانګونه وکړي.

د افغانستان او ناروې اړیکې

د راپورونو له مخې، تېره ورځ د ناروې بهرنیو چارو وزارت ویلي، له افغانستان سره اړیکې محدودوي او د اسلامي امارت نوی سفیر نه مني.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ناروې پر دې پرېکړه ناخوښي څرګنده کړې، ویلي یې دي چې له افغانستان سره د ډيپلوماټیکو اړيکو کچه راټیټوي.

سرچينې ویلي وو، ناروې د هېوادونو ترمنځ اړیکو لپاره نړۍوال قوانین بنسټ بولي او د دغو قوانینو له مخې کولای شي د اسلامي امارت سفیر رد کړي.

سرچينې زیاته کړې: «هيله لرو چې دا ډول پرېکړې بايد د هېوادونو په داخلي چارو پورې ونه تړل شي.»

طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو زده‌کړو ځنډېدل

تېره اونۍ، باوري سرچینو پژواک خبري اژانس ته وویل چې په طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو زده‌کړې ځنډول شوې، خو بېرته یوازې د وروستیو ازموینو ورکولو اجازه ورکړل شوې ده.

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

یادې پرېکړې ځيني غبرګونونه له ځان سره لرل.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر دې پرېکړه اندېښنه ښودلې او له اسلامي امارته یې غوښتي چې دغه تصمیم لغو او د نجونو پر مخ د ښوونځي او پوهنتونونو دروازې پرانيزي.

دغه راز، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرۍ هم په دې تړاو اندېښنه ښودلې او له سرپرست حکومته یې غوښتي چې دا پرېکړه بېرته واخلي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان وايي، دغه پرېکړه به ناوړې پایلې ولري؛ ځکه په افغانستان کې د طبي خدمتونو اړتیاوې خورا ډېرې دي او د دغو اړتیاوو پوره کولو لپاره باید زیات طبي کادرونه وروزل شي.

 پاکستان کې د ۸۰۰ افغانانو نیول کېدل

د راپورونو له مخې، د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد ښار کې د دغه هېواد د مخکني لومړي وزیر عمران‌خان د پلویانو لاریونونو په دوام، پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې یو شمېر افغانانو هم په دغو لاریونونو کې ګډون کړی و او د نیول شوو شاوخوا زرو کسانو له ډلې ۳۷ کسان یې افغانان دي.

خو په پاکستان کې پر افغان کډوالو د محدویتونو زیاتېدو په تړاو د پاکستاني چارواکو له وروستیو څرګندونو وروسته په پاکستان کې د افغانستان سفارت ویلي چې دغه ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې‌باورۍ فضا پیاوړې کوي.

له دې وروسته، د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، پاکستاني پولیسو په تېرو څو ورځو کې د اسلام‌اباد په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال نیولي او بندیان کړي دي.

ایران ۵۰۰ افغان بندیان افغانستان ته لېږي

د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړۍوالو چارو مرستیال ویلي چې تهران د ۵۰۰ افغان بندیانو نوملړ د هویت د تایید او افغانستان ته د هغوی د لېږد په موخه ا.ا ته سپارلی دی.

د تېرې زمري میاشتې په ۲۴مه د ایران د عدلیې وزارت یو پلاوی د زندانیانو پر مسایلو د خبرو په موخه کابل ته راغلی و او تر راتګ مخکې یې ویلي وو چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به زر افغان بندیان د افغانستان سرپرست حکومت ته وسپاري.

ایراني چارواکو د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي، په ایران کې له ۸ زره ډېر بهرنيان بندیان دي چې ډېری یې افغانان دي.

د مرستو دوام

تېره اونۍ، اورپايي ټولنې ویلي، له افغانستان سره ۱۵.۸ ميليون ډالره مرسته کوي، اتریش له افغانستان سره د مرستې لپاره پنځه میلیونه یورو ځانګړي کړي او سعودي عربستان په افغانستان کې د پولیو له ناروغۍ سره د مبارزې لپاره درې میلیون ډالره مرسته کوي.

دغه راز، روسیې ويلي، د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین په سپارښتنه یې افغانستان ته د بشري مرستو پنځمه جوپه لېږلې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.