چاریکار (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۳): د پروان امنیه قومانداني وایي، هغه کس یې نیولی چې د یوې کورنۍ د شخصي عکسونو خپرولو په ګواښ یې له هغې د سل زره افغانیو غوښتنه کوله.
د پروان امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې راغلي چې دغه کس د پیسو اخیستو پر مهال نیول شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې د نیول شوي کس دوسیه به له بشپړېدو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
د پروان د مرکز چاریکار ښار اوسېدونکی جاوېد محمدي د پولیسو دغه کار ستایي.
هغه وایي چې د خلکو شخصي عکسونه خپرول او له دې لارې د خلکو ګواښل او پیسې ترې غوښتل له شرعي او قانوني پلوه جرم دی.
دی زیاتوي: «نو دا د ستایلو وړ ده چې امنیتي ځواکونه داسې کسان نیسي، دا یې مسوولیت دی چې د قانون منګولو ته یې وسپاري څو مجازات شي او نورو ته عبرت شي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP