میمنه (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۳): د فاریاب د مرکز میمنې ښار یو شمېر اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو له خوا د طبي کثافاتو له ناسم مدیریته شکایت لري او دا چاره چاپېریال او عمومي روغتیا ته جدي ګواښ بولي، خو مسوولین وایي چې دا ستونزه ۷۰ سلنه کنټرول شوې ده.
د دوی په خبره، ځيني روغتیایي مرکزونه، لابراتوارونه او معاینهخانې طبي کثافات په کثافتدانیو او یا د سړکونو غاړو ته غورځوي چې دغه کار د چاپېریال د ککړتیا او په ټولنه کې د ناروغیو ډېرېدو لامل کېږي.
خو د فاریاب د چاپېریالساتنې رییس وایي چې د ولایتي کمېټې له جوړېدو وروسته یې ۶۰ تر ۷۰ سلنه طبي کثافات کنټرول کړي، یو شمېر روغتیایي مرکزونو ته یې سپارښتنه کړې او ځيني یې مهرلاک کړي دي.
د میمنې ښار یو اوسېدونکی محمدنسیم وایي، ځيني روغتیایي مرکزونه او معاینهخانې په وینو لړلي کثافات د ښاروالۍ سطلونو شاوخوا ته غورځوي چې ډېر خطرناک دي.
نوموړي وویل، په ځلونو یې بېوزله کسان او ماشومان لیدلي چې په کثافاتو کې د نوشابو بوتلونه، کاغذونه او نور شیان لټوي چې په هغو کې شته طبي کثافات د دې لامل کېږي چې خپله هغوی او کورنیو ته یې ناروغۍ انتقال شي.
د میمنې ښاروالۍ د تنظیف مدیر سخيمراد تاییدوي چې ځيني روغتیايي مرکزونه او ډاکټران خپل طبي کثافات د ښاروالۍ کثافتدانیو کې اچوي چې په ځلونو د تنظیف پرسونل لاسونه ستنو او طبي ښيښو زخمي کړي دي.
خو د میمنې ښاروالۍ د تنظیف مدیر وویل چې څو میاشتې کېږي د سړکونو غاړو او ویالو کې د طبي کثافاتو اچولو مخه نیول شوې ده او هغه خلک چې بېپروایي کوي، د مسوولینو له خوا باید قانوني چلند ورسره وشي.
د ایوبي روغتون مالک ډاکټر محمدظریف ایوبي وایي چې روغتیایي مرکزونه د ناروغیو اصلي مخزنونه دي؛ ځکه چې هلته له ډېرو ناروغانو اضافي فزیولوژي، غوښه، وینه او داسې نور مواد اخیستل کېږي، که په سم ډول مدیریت نه شي، د ناروغیو خپرېدو لامل کېږي.
ایوبي وویل، کوم کسان چې په روغتیایي مرکزونو کې کار کوي، باید د ملګرو ملتونو د روغتیايي سازمان او چاپېریالساتنې ادارې د سپارښتنو مطابق طبي کثافات کنټرول کړي او له منځه یوسي.
هغه زیاته کړه: «د طبي کثافاتو کنټرول او له منځه وړل ډېر لګښت لري چې د خصوصي سکټور له وسه بهر ده او په دولتي روغتون کې د سوځولو دستګاه (انسنراتور) غیرفعاله ده، خو یو کس له یوه موټر سره موظف کړای شوی چې هره ورځ د روغتیایي مرکزونو کثافات راټولوي او له ښاره بهر یې سوځوي چې په دغه کار سره تر یوه بریده د طبي کثافاتو مخه نیول شوې ده.»
د میمنې ښار کې یو ډاکټر فواد معصومي وایي چې د چاپېریالساتنې ریاست او موظفې کمېټې له کار مخکې ډېرو روغتیایي مرکزونو خپل طبي کثافات په سیند او ویالو کې اچول، خو له هغه وروسته چې یو کس له یوه موټر سره د کثافاتو راټولولو لپاره موظف شو، طبي کثافات کنټرول شوي دي.
هغه زیاته کړه، د طبي کثافاتو کنټرول ډېر زیات مهم دی او نه رعایت یې د ناروغیو خپرېدو، د خلکو او ان د صحي پرسونل د ځاني خطراتو لامل کېږي.
د فاریاب د چاپېریال ساتنې ادارې رییس قاري محمداسماعیل ایوبي وایي چې د طبي کثافاتو راټولولو او د هغو د له منځه وړو په موخه د چاپېریالساتنې، ولایت مقام، عامې روغتیا، ښاروالۍ، کرنې او خصوصي سکټور له شپږو ارګانونو یوه کمېټه جوړه شوې او تقریباً ۷۰ سلنه پر سړکونو او سیندونو کې د کثافاتو اچونې مخه نیول شوې ده.
ایوبي وویل: «ډېرو روغتیايي مرکزونو د طبي کثافاتو د خطرونو، له هغو د ناروغیو د خپرېدو، راټولولو، انتقال او د له منځه وړلو په اړه یوازې دا چې پوهاوی یې نه درلود، بلکې په خپل کاري چاپېریال کې یې مدیریت سم نه و، کثافات یې په سیندونو، کوڅو او یا د ښاروالۍ په سطلونو کې اچول، د خصوصي سکټور له پرلهپسې ناستو مجبور شول څو یو کس له یوه موټر سره د هغو راټولولو، انتقال او سوځولو لپاره وګوماري چې دغه کار له ۶۰ تر ۷۰ سلنه اغېزناک تمام شوی دی.»
نوموړی وایي، طبي کثافاتو کې تېره او پرېکوونکي، د انتاني موادو درلودونکي، سرطانزا، کیمیاوي او زهري درمل او توکي خطرناک وي چې په روغتیایي مرکزونو، د وینې بانکونو، لابرتوارونو، کلینیکونو، څېړنیزو مرکزونو او طبي تشخصیه کې پیدا کېږي، چې ناسم مدیریت یې چاپېریال ته یادې ستونزې رامنځته کوي او د انسانانو پر روغتیا اغېزه کوي.
ده د دولتي روغتونونو د کثافاتو د له منځه وړو د څرنګوالي په اړه وویل: «د میمنې په روغتون کې د انسنراتور دوه ماشینونه چې کثافات له منځه وړي، غیرفعال وو، له اړوندو مسوولینو سره له خبرو وروسته یو انسنراتور فعاله شوی او ورځني کثافات له منخه وړي، خو د دغه بل انسنراتور پرزې پیدا نه شوې، نو له دې کبله غیرفعال دی.»
د فاریاب د چاپېریالساتنې رییس وایي، ځيني روغتیایي مرکزونه چې د کثافاتو د کنټرول کمېټې د سپارښتنو او لارښوونو پیروي یې نه وه کړې او کثافات یې په کوڅو او یا د ښاروالۍ په سطلونو کې اچول، تړلي دي.
هغه وویل، موظفه کمېټه په اونۍ کې یو ځل د روغتیایي مرکزونو څارنه کوي که سپارښتنې په نظر کې نه وي نیول شوې او د چاپېریالساتنې جواز ونه لري، قانوني چلند ورسره کېږي.
د فاریاب د عامې روغتیا ریاست د محیطي صحت مسوول ډاکټر پروېز حمیدي وایي چې طبي کثافات چاپېریال ککړوي، انسانان او ان حیوانات له خطر سره مخ کوي.
هغه وویل چې مخکې به طبي کثافات د ښار په هر ځای او د ښاروالۍ په سطلونو کې لیدل کېدل، خو کله چې خصوصي سکټور یو کس له یوه موټر سره ګومارلی، طبي کثافات له روغتیایي مرکزونو او معاینهخانو راټولېږي او له ښاره بهر سوځول کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP