جلالاباد (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۳): د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي چې «د ځوانانو د روغتيا او پرمختيا» موسسې په همکارۍ يې دغه ولايت کې ۴۲۰ ځوانانو ته د کمپيوټر او بېلابېلو برخو کې حرفوي زدهکړې ورکړې دي.
مسوولین وايي، پر دغو ځوانانو باندې د کار وسايل هم ووېشل شول او تر ډېره کولی شي چې په ټولنه کې ځان ته خپله کار پيدا کړي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو امر قاري محمداصف زهير د لېندۍ په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت په لارښوونه يې په ننګرهار کې د ځوانانو د روغتيا او پرمختيا له موسسې سره یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې دغه اداره ځوانانو ته د حرفوي او نورو زدهکړو زمينه برابروي.
هغه زیاته کړه، يادې موسسې ته ځوانان د ځوانانو چارو امریت ورپېژني او د زدهکړو زمينه ورته هغوی برابروي.
د قاري زهير په خبره، تازه ۴۲۰ ځوانانو د کمپيوټر، انټرنېټ، نجارۍ، خیاطۍ او موبایل جوړونې زدهکړې له دورې څخه فارغ شول چې ورته د دې موسسې له لوري کېټونه هم ورکړل شول.
بلخوا، له دغو زدهکړو تازه فارغ شوي ځوانان دا ډول پروګرامونه د بېروزګارۍ د مخنيوي او مسلکي کسانو د زياتوالي لپاره ګټور ګڼي.
عبدالسلام چې د کمپيوټر برخه کې يې زدهکړې کړې دي، وايي، کولی شي چې د دې لنډمهالې زدهکړې پر مټ باندې ځان ته کار پيدا کړي او د ښوونځي له زدهکړو سره کار هم وکړي او له خپلې کورنۍ سره اقتصادي برخه کې مرسته وکړي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، هڅه کوي چې راتلونکي کې نورې دا ډول موسسې هم د ځوانانو روزنې ته وهڅوي څو د ځوانانو د بې روزګارۍ مخه ونيسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP