پلخمري (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۳): بغلان کې امنیتي سرچینې وایي، د دغه ولایت په جلګې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د بغلان امنیې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره ورځ د جلګې ولسوالۍ په خواجه هجران سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه شوې چې په پایله کې یې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
خبرپاڼه کې د جلګې ولسوالۍ د امنیه قوماندان شيخ محمدیاسین له قوله راغلي: «پېښه د دوو کورنیو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو له امله شوې چې د یوې کورنۍ د دوو کسانو له وژل کېدو وروسته قاتل خپل ځان هم د کلاشینکوف په ډز ټپي کړی خو سیمې ته د امنیتي کسانو په سملاسي رسېدو سره د شخړې پراخېدو او د نورې مرګژوبلې د اوښتو مخه نیول شوې.»
بلخوا، د جلګې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي پژواک ته وویل، دغه پېښه د دوو کورنیو ترمنځ د یوې کوژده شوې نجلۍ له نکاح د خلاصون پر سر رامنځته شوې ده.
دی وایي: «کاظم او تورمحمد چې دواړه خېښان دي، کاظم غوښتل د تورمحمد زوی ته ورکړې لور له نکاح خلاصه کړي، دواړه لوري د همدې جنجال پای ته رسولو لپاره ولسوالۍ ته روان وو چې ترمنځ یې شخړه شوې، زوم د نجلۍ د وژلو هڅه کړې، غوښتل یې پر هغې ډز وکړي خو د نجلۍ پلار کاظم او یو زوی یې لګېدلي او وژل شوي، ویل کېږي چې زوم هم ټپي شوی دی.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP