کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۳): یوناما له ا.ا څخه غواړي چې د افغانانو د خوندیتوب او هوساینې د کلیدي عنصر په توګه «د بشري حقونو نړۍوال مکلفیتونه ومني» خو ا.ا وایي، هېواد کې د خلکو ټول هغه حقونه تامین دي چې اسلامي شریعت بشر ته ورکړي دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) نن د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت، د یوې اعلاميې په خپرولو سره له افغان چارواکو غوښتي چې په ټول هېواد کې د ښځو، نارینهوو، نجونو او هلکانو د اوسنیو او راتلونکو نسلونو د خوندیتوب او هوساینې د کلیدي عنصر په توګه د بشري حقونو نړۍوال مکلفیتونه ومني.
سرچینې لیکلي چې د سږ کال د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې شعار «زموږ حقونه، زموږ راتلونکی، همدا اوس» په دې ټینګار کوي څنګه افراد او ټولنې د بشري حقونو په تر لاسه کولو پیاوړي شي او ښه راتلونکې ولري.
د اعلامیې له مخې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ویلي: «په خواشینۍ سره، موږ په افغانستان کې په دوامداره توګه د برعکس چارو شاهدان یو، د امنیت برخه کې له ښه والي او د وسلهوال تاوتریخوالی له کمښت سره سره، د بشري حقونو خوندیتوب په اوږدمهال او خطرناک ډول له له منځه تلو سره مخ دی چې ښځې او نجونې یې زیان ګالي.»
هغې زیاته کړې چې افغانستان کې ښځې «د زدهکړو او کار په ګډون د ورځني او عامه ژوند له ډېرو حقونو بېبرخې شوې دي.»
هغې زیاته کړې: «له واک سره مسؤولیت ملګری وي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د خلکو د مشروع استازي په توګه د حاکمو چارواکو ادعا باید د ګډو ارزښتونو او معیارونو د ساتلو او پرمختګ لپاره له ریښتینو هڅو سره یو ځای وي.»
خو د اسلامي امارت ویاند ذبيحالله مجاهد د دې اعلامیې په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل په افغانستان کې د بشر هغه حقوق تامین دي چې اسلامي شریعت بشر ته ورکړي، افغاني دود او د افغانانو معتقدات او باورونه یې ایجابوي.
هغه زیاتوي: «له دې نه لوی حق چېرې و چې په سلګونو افغانانو به ژوند له لاسه ورکاوه، خو اوس د ټولو ژوند ژغورل شوی؛ ژوند له ټولو نه مهم حق ده.»
مجاهد وایي، افغانستان کې د ټولو محاکمو دروازې د نارینه، او ښځینه پر مخ خلاصې دي او که څوک د چا حق تلف کړي، محاکم حقوق ورته تامینوي.
دغه راز، مجاهد وایي چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت په چوکاټ کې د شکایتونو اورېدو اداره هم فعالیت کوي او که کوم دولتي ارګان، یا حکومتي چارواکی د چا حق تلف کړي، او یا کومه ښځه له کورني تاوتریخوالي سره مخ شي، دغه اداره ورته رسېدنه کوي. دی وایي چې یاد ادارې ډېر داسې مسایلو ته رسېدنه کړې ده.
مجاهد زیاتوي: «خو یو شي ته باید زموږ پام وي چې حقوق له افغاني دیده او له اسلامي دیده له موږ سره محاسبه شي، اروپایي هېوادونه او یا امریکایي هېوادونه یا مثلا نوره نړۍ چې ځانګړي حقوق تعریفوي، ځانګړی فرهنګ لري، ځانګړي باورونه لري، هغوی باید افغانستان له خپل دیده ونه ګوري؛ افغانستان د افغانستان له دیده ولیدل شي، افغانستان د اسلامي اصولو له دیده ولیدل شي، بیا د چا حق نه ده تلف شوی دلته.»
دی وايي: «هغه یو که دا غواړي چې افغانستان اروپا وي او په اروپا کې چې څه ته چې حق ویلی کېږي او افغانان هم هغه ته حق وايي، هغه نه تنها د حق غوښتنه نه ده، بلکې یو نوع تجاوز ده د افغانستان پر کلتور او فرهنګ او ګستاخي ده د افغانستان له معتقداتو سره او دا د منلو وړ نه ده.»
د اسلامي امارت ویاند له دې مخکې هم د ورته راپورونو په تړاو ویلي وو چې افغانستان باید د بهرنیو هېوادونو له لیدلوري ونه ارزول شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP