Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ا.ا د روسیې پارلمان له خوا له ممنوعه ډلو د «طالبانو» نوم ایستلو طرحې د تایید هرکلی وکړ

ا.ا د روسیې پارلمان له خوا له ممنوعه ډلو د «طالبانو» نوم ایستلو طرحې د تایید هرکلی وکړ

author avatar
11 Dec 2024 - 15:43
ا.ا د روسیې پارلمان له خوا له ممنوعه ډلو د «طالبانو» نوم ایستلو طرحې د تایید هرکلی وکړ
author avatar
11 Dec 2024 - 15:43

کابل (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د روسیې پارلمان له خوا د هغې طرحې د تایید هرکلی وکړ چې له مخې به یې د «طالبانو غورځنګ» نوم په هغه هېواد کې د ممنوعه ډلو له لېسته لرې کولو ته زمینه برابروي.

رويټرز خبري اژانس تېره ورځ د انټرفاکس خبري اژانس له قوله راپور ورکړی چې د روسیې پارلمان یوه لایحه تصویب کړې چې له مخې یې د ممنوعه ډلو له لېسته د طالبانو نوم ایستلو ته زمینه برابروي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدراسیون د پارلمان له خوا د هغې طرحې د تایید هرکلی کوي چې له مخې به یې د «طالبانو غورځنګ» نوم چې پخوا د افغانستان اسلامي امارت پرې یادېده، په هغه هېواد کې د ممنوعه ډلو له لېست څخه لرې کولو ته زمینه برابره کړې.»

د خبرپاڼې په حواله، دا ګام د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوو اړخیزو اړیکو د کچې لوړولو برخه کې د یوه خنډ لرې کېدل دي او د پام وړ پرمختګ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د ملي امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو د روانې لېندۍ میاشتې په پنځه د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کې ویلي وو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه به په نږدې وخت د اسلامي امارت نوم د روسیې له تور نوملړه لرې کړي.

د یادونې ده، تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی خو د روان کال په ترڅ کې قزاقستان او قرغزستان د ترهګریزو ډلو له لېسته د «طالبانو» نوم لرې کړی دی.

Views: 0

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.