ا.ا د روسیې پارلمان له خوا له ممنوعه ډلو د «طالبانو» نوم ایستلو طرحې د تایید هرکلی وکړ
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د روسیې پارلمان له خوا د هغې طرحې د تایید هرکلی وکړ چې له مخې به یې د «طالبانو غورځنګ» نوم په هغه هېواد کې د ممنوعه ډلو له لېسته لرې کولو ته زمینه برابروي.


