کابل (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۳): رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د روسیې پارلمان یوه لایحه تصویب کړې چې له مخې یې د ممنوعه ډلو له لېسته د طالبانو نوم ایستلو زمینه برابروي.
دغه اژانس د انټرفاکس خبري اژانس له قوله راپور ورکړی چې د روسیې پارلمان یاده لایحه د قانون له درېیو پړاوونو په یوه کې تصویب کړې ده.
د دې لپاره چې دا تصویب شوې لایحه پر قانون بدله شي، د سنا تصویب ته اړتیا لري او د روسیې ولسمشر باید هغه توشيح هم کړي.
د روسیې پارلمان په داسې حال کې دغې لایحې ته مثبته رایه ورکړې چې دوه اونۍ مخکې د دغه هېواد د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی و او د اسلامي امارت له مسوولینو سره یې لیدنې وکړې.
د اسلامي امارت چارواکو کابل ته د روسیې د ملي امنیت شورا د منشي سرګي شویګو د سفر په ترڅ کې له مسکوه د سیمې په ټولو ناستو کې د افغانستان د معناداره حضور غوښتنه کړې وه.
تر اوسه هيڅ هېواد اسلامي امارت پر رسمیت نه دی پېژندلی خو د روان کال په ترڅ کې قراقستان او قرغیزستان د ترهګرو ډلو له لېسته د طالبانو نوم حذف کړ.
د یادونې ده، روسیې په ۲۰۰۳ کال کې اسلامي امارت د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل کړ خو له تېرو درېنیمو کلونو راهیسې له افغانستان سره نږدې اړیکې لري او په کابل کې یې خپل سفارت پرانیستی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP