Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کډوالو چارو وزارت کې د چاودنې په اړه د ا.ا څرګندونې

کابل (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۳): اسلامي امارت وایي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو پر سرپرست وزیر برید "خوارجو" کړی او دا ډول اعمال نه شي کولی د اسلامي نظام پر وړاندې "د دسیسه جوړونکو کوم هدف" ترسره کړي.

دغه څرګندونې د تعزیت په هغه پيغام کې شوي چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله‌ اېکس‌پاڼه خپور کړی دی.

په پيغام کې راغلي: «په ډيره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د اسلامي امارت د مهاجرینو وزیرصاحب الحاج خلیل الرحمن حقاني نن له غرمې وروسته د خوارجو په یوه ناځوانمردانه برید کې شهید کړای شو. اسلامي امارت د حقاني صاحب مرحوم شهادت د اسلامي امارت، مجاهدینو، کورنۍ او ټولو افغانانو لپاره یو ستره ضایعه بولي.»

په پیغام کې زیاته شوې: «خلیل الرحمن حقاني د الله تعالی د لارې یو ستړی مجاهد و چې ټول عمر یې د الله تعالی له دین څخه د دفاع په لاره کې په جهاد، مهاجرت او ستړیاوو کې تیر کړی و، نوموړی د یوې لویې جهادي کورنۍ غړی و چې د اسلام د دښمنانو لخوا یې په سر ۵ میلیونه ډالره جایزه ټاکل شوې وه. خو متأسفانه نن د هغو خوارجو لخوا په شهادت ورسید چې ځانونه مسلمان بولي او ما سوا له ځان څخه نور مسلمانان تکفیروي.»

مجاهد د یادې پېښې په اړه جزییات نه دي ورکړي.

د راپورونو له مخې، یاد برید د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو په وزارت کې شوی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.