Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ اته کلنه دښمني پای ته ورسېده

جلال‌اباد (پژواک، ۲۶ لیندۍ ۱۴۰۳): د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ اته کلنه دښمني چې یوه مېرمن هم په‌کې وژل شوې وه، نن د قومي مشرانو په منګړیتوب پای ته ورسېده.

د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په ماماخېلو کلي کې نن د قومي مشرانو په منځ‌ګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ اته کلنه دښمني حل او فصل شوه.

مسوولین وايي، اته کاله مخکې د یادې ولسوالۍ په ماماخېلو کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه په دښمنۍ اوښتې وه چې نن د ځايي مسوولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځ‌ګړیتوب پای ته ورسېده.

د یادې ولسوالۍ ولسوال قاري محمدعمران محمدي په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې وويل، د خالد او صداقت کورنيو ترمنځ په دې اته کلنه دښمني کې یوه مېرمن هم وژل شوې وه.

ورته مهال، د دواړو کورنيو غړو پر دې روغه جوړه خوښي وښوده او له قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځايي چارواکو يې مننه وکړه چې د دوی ترمنځ يې د خبرو او بښنې زمینه برابره کړه.

محمدي دغه راز د غونډې ګډونوالو ته د سولې او روغې جوړې پر اهميت خبرې وکړې او ډاډ يې څرګند کړ چې په دې ولسوالۍ کې به د نورو هغو کورنيو ترمنځ هم روغه جوړه وکړي تر خپل منځ مخالفتونه لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.