کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۳): کابل ښار کې ځیني کسان په موټر کې د هډوکو دردونو لپاره د کوتانې په نوم تېل پلوري، د جلدي ناروغیو یو ډاکټر وايي، دغه تېل دردونه نه اراموي، بلکې نورې ستونزې پیدا کوي.
بلخوا د عامې روغتیا وزارت ویاند د دردونو لپاره د کوتانې له تېلو استفاده یوه «سنتي طریقه» یادوي او وايي چې په ښارونو کې د بېکیفیته او غیرمعیاري درملو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.
کابل ښار کې د کوتانې خرڅېدونکي تېل
د کابل ښار په مختلفو سيمو کې د کوتانې په نوم خرڅېدونکي تېل په موټرو کې پلورل کېږي او د لوډسپېکر له لارې د کوتانې تېلو ګټې بیانوي څو خلک یې ترې وپېري.
د دغو تېلو یو پلورونکی مولاداد وايي، دوی د کوتان مارغه په هرات کې پېري، حلالوي یې او د ماشين په وسیله ترې تېل راوباسي.
هغه وویل: «په دغه مارغه کې له يو تر دوه کيلو پورې تېل وي چې وروسته ورسره بيا د قيراطون او زيتون په نومونو نور تېل ګډوو او بازار کې یې پلورو.»
د کوتانې تېلو د دغه پلورونکي معلوماتو له مخې، د کوتانې یو مارغه له پنځه تر شلزره افغانیو پورې قيمت لري.
د هغه په خبره، د دې تېلو له پلورلو د ورځې شاوخوا ۵۰۰ افغانۍ ګټي او ورسره یې روزګار روان دی.
مولاداد وویل، د یادو تېلو استعمال هغو کسانو ته ګټه کوي چې د پښو یا نور مفصلي دردونه لري.
د کابل د قرباغ ولسوالۍ یو اوسېدونکی شپېته کلن شهزاده چې د کوتانې تېل یې کارولي، وايي: «دا تېل ما په قرهباغ کې اخيستي وو، د ډېرې مودې لپاره د پښو دردونه مې کم کړي دي، که څه هم زه ډاکټر ته نه يم تللی، خو دغو تېلو مې د درد کمولو لپاره ډېره ګټه کړې، دا تېل نسبتاً ارزانه دي، اوس راغلی يم چې د ملګري سپينږيري پلار ته يې واخلم، که خدای هغه ته هم شفاء ورکړي.»
خو په کابل ښار کې د جلدي ناروغیو متخصص ډاکټر زلمی خان احمدزی وايي، دا تېل نه یوازې د دردونو لپاره ګټه نه کوي، بلکې د پوستکي او نورو داخلي ستونزو لامل هم ګرځي.
ده وویل، دا ډول تېل له بېکیفیته موادو جوړېږي او د اوږدې مودې استعمال یې کولای شي د انسان په وجود کې حساسیت، التهاب او ان د نورو جدي ناروغیو سبب شي.
هغه زیاتوي: «که دا او دې ته ورته تېل د خولې له لارې وخوړل شي، د انسان ځيګر خرابوي او ځيګر چې خراب شي، انسان د ژېړي پر ناروغۍ اخته کېږي چې بيا ځیګر ختموي او انسان له منځه ځي.»
د جلدي ناروغیو دغه متخصص ډاکټر د طبيعي او علمي درملو پر کارولو ټينګار کوي.
بلخوا، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امر د دردونو لپاره د کوتانې له تېلو استفاده یوه «سنتي طریقه» یادوي او وايي چې په ښارونو کې د بېکیفیته او غیرمعیاري درملو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.
ده وویل، دا چې افغانستان يوه سنتي ټولنه لري نو د دې ډول سنتي طريقو مخنيوی وخت ته اړتيا لري او له خلکو غواړي چې یوازې باید له تایید شوو او باکیفیته درملو کار واخلي.
د يادونې ده، یو شمېر خلک د اقتصادي ستونزو او ناسمو باورونو له امله د کوتانې تېلو په څېر درملو ته مخه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP