Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ترینکوټ ښار اوسېدونکي په دغه ښار کې د بې‌نظمیو له ډېرېدو شکایت کوي

ترینکوټ (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې په دغه ښار کې بې‌نظمۍ ډېرې شوې او غوښتنه کوي چې مسوول چارواکي باید جدي پاملرنه ورته وکړي.

د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار اوسېدونکي شکایت کوي چې د دغه ښار پر عمومي واټونو د موټرو درول او د توکو پېر او پلور د بې‌نظميو رامنځته کېدو لامل شوي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ترینکوټ ښار یوه هټۍوال عبدالرحمن وویل: «د ښار دوکانداران او یا هم عام کسان چې ښار ته داخلېږي، نو خپل نقلیه وسایط پر عمومي سړکونو او یا د سړکونو غاړو ته دروي چې له امله یې لارې بندېږي او خلک له ستونزو سره مخ کوي.»

د دغه ښار یوه بل اوسېدونکي تورجان وویل چې لاسي پلورونکو هم په ښار کې بې‌نظمي رامنځته کړې او سړکونه یې بند کړي دي.

هغه زیاته کړه چې د یادو ستونزو د حل لپاره باید حکومت د موټرو لپاره پارکینګونه جوړ او لاسي پلورونکو ته دې ځانګړي ځایونه مشخص کړي.

د ترینکوټ اوسېدونکي حبیب‌الرحمن وویل، ښار د ټولو ګډ کور دی چې د نظم او نظافت په ساتلو کې یې باید هر څوک خپل مسوولیت ادا کړي.

ورته مهال، د ترینکوټ ښاروالي مسوولین د خلکو ستونزې مني او د هواري ژمنه یې کوي.

د ترینکوټ ښاروالۍ ویاند شریف‌الله ځلاند پژواک خبري اژانس ته وویل، ښاروالي له یو شمېر نورو دولتي ادارو سره په ګډه د ښاري نظم رامنځته کولو په موخه یوه ګډه کمېټه جوړه کړې ده.

هغه زیاته کړه: «یادې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې ښار کې د پلیو لارو او عمومي سړکونو خلاصولو ترڅنګ په خپل‌سرې توګه د نقلیه وسایطو درېدو مخنیوی وکړي.»

د نوموړي په خبره، په دې وروستیو کې د یادې کمېټې له لوري د سړک د سر پلورونکو ته هم ځانګړی ځای ټاکل شوی او همدارنګه ښار ته داخلېدونکو موټرو لپاره د درېیو تم‌ځایونو جوړولو په موخه هم ځایونه مشخص شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.