بامیان (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): بامیان کې یوې مېرمنې په خپل شخصي لګښت د زدهکړې یو مرکز جوړ کړی او له دې لارې توانېدلې چې لسګونه بېسرپرسته ماشومانو ته د زدهکړې زمینه برابره کړي او د راتلونکي لپاره د هغوی هیلې راژوندۍ کړي.
د بامیان د مرکز یوې اوسېدونکې مریم حلیمي دوه کاله مخکې د «نهاد کودک» په نوم د زدهکړو یو مرکز جوړ کړ. یاد مرکز د کارګرو او له زدهکړو څخه پاتې ماشومانو لپاره د زدهکړې زمینې برابرولو په موخه جوړ شوی دی. کارګر او بېسرپرسته ماشومان د سیمې د مشرانو، خپلوانو، د شورا د غړو او د ګذر وکیل په تایید سره پېژندل کېږي او د زدهکړې یاد مرکز ته جذبېږي.
هغه وايي: «هغه بېسرپرسته ماشومان چې تل لپاره یې د کورنۍ ملاتړ له لاسه ورکړی او لومړنیو ټولنیزو او انساني حقونو ته لاسرسی نه لري، له ټولو ډېر ملاتړ او مرستې ته اړتیا لري.»
مېرمن حلیمي زیاته کړه، د کارګر ماشومانو د اندېښنې وړ حالت چې په بازارونو او کوڅو کې به ځورول کېدل، هغه دې فکر ته اړ کړه چې په خپل شخصي لګښت د یادو ماشومانو د زدهکړو لپاره یو مرکز جوړ کړي.
هغه زیاته کړه، مخکې هم د یاد مرکز د زدهکړو له ۱۸ میاشتنۍ دورې څخه ۶۰ کسان فارغ شوي او اوسمهال ۶۰ نور بېسرپرسته ماشومان هره ورځ په «نهاد کودک» مرکز کې څلور ساعته زدهکړې کوي. یاد مرکز کې کتابخونه، د زدهکړې مناسبه فضا او امکانات شتون لري او ماشومان د دوو استادانو له لورې لیک او لوست، رسامي، خطاطي، انګلیسي ژبه او د بیان فن زده کوي.
د هغه په خبره، ماشومانو ته د کتاب، قلم او کتابچې په ګډون د زدهکړو ټول امکانات په وړیا ډول ورکول کېږي. سربیره پر دې یاد مرکز ځینې وخت د یو شمېر موسسو په مرستو ماشومانو ته د خوړو توکي لکه اوړه، غوړي او وریجې او جامې هم برابروي.
مېرمن حلیمي له ډېرو هڅو وروسته اوس هم نه ده توانېدلې د دولتي او نړۍوالو بنسټونو له لوري اساسي ملاتړ ترلاسه کړي. هغه له حکومت او خیریه موسسو غواړي چې له یاد مرکز سره همکاري وکړي او د زیانمنونکو ماشومانو د ملاتړ لپاره هڅه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د زدهکړو د یاد مرکز زدهکوونکي خپل راتلونکی دې ته ورته مرکزونو پورې تړلی بولي او د خپل راتلونکي لپاره یې تعلیمي خدمتونو د ارزښت وړ بولي.
د یاد مرکز یو زدهکوونکی ۱۱ کلن عليرضا وايي چې پنځه کاله مخکې د پلار له وفات کېدو یې وروسته اړ شو د کورنۍ د نفقې پیدا کولو لپاره کار ته مخه کړي او د زدهکړو له نعمته بېبرخې شو.
هغه زیاته کړه چې د کار کولو پر مهال له سختو ستونزو سره لکه د نورو ماشومانو له خوا د تاوتريخوالي، سپکاوي، د ژمي له سړې هوا، ځاني خطرونو، د سختو او درانو کارونو سره مخ کېده.
هغه زیاته کړه، اوس د زدهکړو د یاد مرکز په همکارۍ توانېدلی چې لیکل، لوستل، کسب او ځیني مهارتونه زده کړي.
د هغه په اند، په داسې حال کې چې زیانمنونکو ماشومانو ته د زدهکړو فرصتونه برابر وي او وکولای شي په دایمي توګه زده کړې وکړي، کولای شي له ښه راتلونکي برخمن شي.
دا په داسې حال کې ده چې کارپوهان زدهکړو ته د بېسرپرستو ماشومانو لاسرسي لپاره د داسې خصوصي بنسټونو پیاوړتیا مهمه ګڼي.
یو ټولنیز کارپوه علي حسین فرهمند وايي چې کارګر او بېسرپرسته ماشومان تر ټولو ډېر زیانمنونکي او له رواني اړخه تر فشار لاندې دي، که هغوی پر خپل حال پرېښودل شي او د زدهکړې فرصت ورته برابر نه شي، په راتلونکي کې پر قهرجن او مجرم کس د بدلېدو احتمال یې لوړ دی.
فرهمند زیاته کړه چې له یادو مرکزونو ملاتړ او کارګرو ماشومانو ته د دولتي زدهکړو زمینې برابرول کولای شي په ټولنه کې د تاوتریخوالي او جرمونو له ډېرېدو مخنیوی وکړي او هغوی پر اغېزمن او پیاوړو ښاریانو بدل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP