مزارشریف (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۳): د ژمي په رارسېدو سره د بلخ ولایت د کلدار ولسوالۍ د امو سیند څنډو ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی او هره ورځ ګڼ شمېر کسان دې سیمې ته ورځي.
بلخ ولایت د تاریخي او طبیعي ښکلاوو په لرلو هر کال بېلابېلو موسمونو کې د زرګونه کورنیو او بهرنیو سیلانیانو کوربه وي چې په دې وروستیو کې ګڼ شمېر خلک د کلدار ولسوالۍ امو سیند څنډو ته د سیل لپاره ورځي.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار اوسېدونکی محمدعاطف ارین پژواک خبري اژانس ته وایي چې نن د کلدار ولسوالۍ قرقتوقی کلي امو سیند څڼدې ته د سیل لپاره ورغلی و.
نوموړی زیاتوي چې دغه سیمه د ښار له ګڼهګوڼې لرې د طبیعي ښکلا په لرلو یې خلک ځانته جذب کړي چې د کبانو نیول او کښتۍ چلول د سیمې له ښو ځانګړنو دي.
د دغه ښار بل اوسېدونکی عبدالمتین چې له مزارشریف ښار څخه حیرتان ښارګوټي او بیا کلدار ولسوالۍ ته راغلی، وایي، خوشاله دی چې د سیاحت لپاره دغه ډول سیمه برابره شوې ده.
هغه زیاتوي چې امنیت اوس ښه دی او یادې ولسوالۍ ته سیلانیان د کښتۍ چلولو، کبانو نیولو او خوړولو ته ورځي.
په همدې حال، یادې سیمې ته د سیلانیانو د ورتګ له ډېروالي سره د یادې ولسوالۍ د یو شمېر اوسېدونکو کاروبار هم ښه شوی دی.
د دې سیمې یو کب پلورونکی عبدالحمید وایي چې خلک د امو سیند کبان خوښوي او د سیلانیانو د ورتګ له ډېروالي سره یې کاروبار ښه شوی دی.
د مراد په نوم کښتۍ چلوونکی وایي چې پخوا حیرتان بندر ته خلک د سیل لپاره ورتلل چې دې ولسوالۍ ته د غځیدلي سړک له پخیدو وروسته دا مهال دې سیمې ته هم سیلانیان ډېر ورځي.
د بلخ اطلاعات او فرهنګ ریاست د ګرځندوی امر عبدالاحد احدي وايي چې د ډاډمن امنیت او سیلانیانو ته اسانتیاوو برابرېدو سره د دغه ولایت بېلابېلو سیمو ته د کورنیو سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی.
هغه وايي چې روان کال څه باندې زر تنه بهرني سیلانیانو هم د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې ده.
د مزارشریف روضه، امو سیند، قوش تیپې کانال، د مولانا خانقاه او لسګونه نور هغه تاریخي، طبیعي او تفریحي ځایونه دي چې هر کال د زرګونه بهرنیو او کورنیو سیلانیانو کوربه وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP