کابل (پژواک، ۵ مرغومې ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې یې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ او د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د پاکستان د بریدونو له امله یې خپل شدید احتجاجلیک ورته وسپاره.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي نن سهار پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر ماښام د پکتیکا برمل ولسوالۍ اړوند سیمه کې د پاکستاني ځواکونو له خوا برید شوی چې په کې ملکي وګړي چې ډېر یې وزیرستاني کډوال دي، په نښه شوي.
خوارزمي ویلي، پاکستانی اړخ باید پر دې پوه شي چې دا ډول خپلسري اقدامات د ستونزو حللاره نه ده او اسلامي امارت دغه برید بېځوابه هم نه پرېږدي؛ ځکه له خاورې او حریم دفاع خپل مسلم حق ګڼي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې تېره شپه پاکستان پر څلورو ځایونو بریدونه کړی چې له امله یې ۴۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د همدې برید په تړاو په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستاني پوځ تېری وغندل شو او د پاکستان سفارت ته په ډاګه شوه، په داسې حال کې چې د پاکستان د ملکي حکومت استازی په کابل کې د افغان حکومت له چارواکو سره په خبرو بوخت و، د پاکستاني پوځ له خوا دافغانستان د حریم نقضول د ځانګړو پاکستاني کړیو له خوا د دواړو هېوادونو اړیکو کې د بېباورۍ د رامنځ ته کولو هڅه ده.
سرچېنې لیکلي، د افغانستان اسلامي امارت چې د زبرځواکونو پرخلاف د هېواد د دفاع لپاره د اوږدې مبارزې مخېينه لري، په هېڅ صورت ورته د هېواد د حريم نقض د منلو نه دی او هېواد د خپلواکۍ او حريم څخه د دفاع لپاره په ټينګ عزم چمتو دی.
یاد وزا ت لیکلي، همداراز پاکستاني لوري ته په ډاګه شوه چې د افغانستان د ملي حریم ساتنه د افغانستان اسلامي امارت ته سره کرښهده او دغه ډول بېمسؤولیته کړنې حتما عواقب لري.
یو شمېر افغان سیاستوالو د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان هوایي برید پر سختو ټکو غندلی او دغه برید یې د افغانستان د حاکمیت نقض او د ټولو ملي او نړۍوالو اصولو خلاف عمل ګڼلی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP