Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د روسیې یوه باروړونکې کښتۍ له چاودنې وروسته د مدیترانې سمندر کې ډوبه شوې

کابل (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۳): د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد یوه باروړونکې کښتۍ د هغې ماشین کې د چاودنې له امله د مدیترانې سمندر کې ډوبه شوې ده.

رویټرز اژانس د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې د کښتۍ دوه کارکوونکي نادرک دي او د ۱۶ کارکوونکو په ګډون یې ۳۰ کسان ژغورل شوي او اسپانیا ته لېږدول شوي دي.

یاده کښتۍ په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې جوړه شوې وه او د «ابورونلوجستیکا» شرکت له لوري اداره کېده؛ هغه شرکت چې د روسیې د نظامي تجهیزات جوړولو عملیاتو یوه برخه ده.

د روسیې دولتي اژانس په اسپانیا کې د دغه هېواد د سفارت له قوله ویلي چې د یادې کښتۍ د ډوبېدو لاملونو په اړه څېړنه کوي او له اسپانیايي چارواکو سره په اړیکه کې دي.

د اسپانیا د سمندري ژغورنې ډلې ویلي چې د دوشنبې په ورځ هغه مهال چې یاده کښتۍ له المیرا سواحلو ۵۷ مایله لرې وه، د خطر یو سیګنال یې ترلاسه کړی دی.

د یادې کښتې په ماشین‌خانه کې د چاودنې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.