Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د لومړنیو توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی

کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۳): کابل ښار کې نن د تېرو ۷ ورځو په پرتله د لومړنیو توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.

کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن ‎تېرې شنبې ته ورته په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۴۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ۲۵۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ‎۲۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه ۱۸۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام افریقایي تور چای بیه ۴۰۰ افغانۍ او د یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۸۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د نفتي توکو بیې

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې نن هم لکه تېره شنبې د یو لېتر پټرولو بیه ۶۱ افغانۍ او د یوه لېتر ډیزل تېلو بیه ۵۹ افغانۍ ده.

دغه‌ راز، د کابل ښار په کلوله‌پشته سیمه کې ګاز پلورونکي محمد‌شریف وویل چې د تېرې شنبې په څېر نن د یو کیلوګرام ګاز بیه ۵۴ افغانۍ ده.

د سرو زرو بیې

د کابل پر تیمورشاهي واټ د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وايي چې نن د تېرې شنبې په څېر د‎ یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه ۴۸۵۰ افغانۍ ‎او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه ۳۸۵۰ افغانۍ ده. ‎

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۰ اعشاریه ۳۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د لېندۍ میاشتې په ۲۴مه هم د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۰ اعشاریه ۳۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو تبادله کېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.