نیلي (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۳): دایکنډي کې د شاتو مچیو یو شمېر فارملرونکي وايي چې دغه صنعت په دې وروستیو کې ډېره وده کړې او په دغه ولایت کې تولیدېدونکي شات له لوړ کیفیت او ښه نومه برخمن دي.
هغوی زیاتوي چې د دایکنډي اقلیم د شاتو مچیو ساتلو لپاره ډېر مناسب دی، خو د شاتو د پلور لپاره مناسب بازار نشته.
په دایکنډي کې د شاتو مچیو یو فارملرونکی حنیف اشنا وايي چې په دغه ولایت کې تولیدېدونکي شات ډېر طبیعي او خالص دي او د بېلابېلو ګلانو د شتون له امله ان په نورو ولایتونو کې هم ښه نوم لري.
هغه زیاته کړه، سره له دې چې پلور یې کم دی، خو څه باندې ۷۰ سلنه تولیدات یې د دایکنډي بازارونو او پاتې نور په نورو ولایتونو کې پلورل کېږي.
هغه زیاته کړه چې په دې وروستیو کې ډېرو خلکو دغه کاروبار ته مخه کړې ده.
د شاتو مچیو یاد فارملرونکي وايي چې د مچیو پالنې یا ساتلو طریقه ډېره مهمه ده او خپله دی هم د څو ټوکه کتابونو په مطالعې او ښوونیزو ويډیوګانو په لیدو توانېدلی څو خپل فارم په حرفوي ډول وپالي.
اشنا څرګنده کړه، یوه له هغو ستونزو چې دوی ورسره مخ دي، د شاتو د ټسټ ماشین نشتوالی دی، څو خالص شات له ناخالصو بېل کړي، څو د پلورونکي او پېرودونکي ترمنځ شک له منځه ولاړ شي.
هغه وايي: «له بده مرغه پېر او پلور کم دی، څو کیلو شات په دوکان کې ږدو، ډېر نه خرڅېږي، سره له دې چې په خپلو فارمونو کې ډېر زیار باسو خو د میاشتې تر پنځوس کیلو ډېر نه خرڅېږي.»
هغه وايي چې د شاتو مچیو فارمونو پالنې او د شاتو د پلور له لارې ډېر په سختۍ خپل لګښتونه پوره کولای شي.
یاد فارملرونکی له حکومته غواړي چې د شاتو د پلور لپاره مناسب بازار پیدا کړي.
ورته مهال، په سنګتخت او بندر ولسوالۍ کې د شاتو مچیو یو بل فارملرونکی محمدحسین توفیقي وايي چې د فارم په ډول د مچیو ساتل په دایکنډي کې تر یوه بریده نوی صنعت دی او په دې وروستیو کې د دغه ولایت ډېرو خلکو دغه کاروبار ته مخه کړې ده.
هغه وویل: «د دایکنډي عسل نسبت نورو ځایونو ته په ځانګړي ډول تر مشرقي ښه دي، تر کومه چې زه له فارمدارۍ سره بلد یم، طبیعي او با کیفیته عسل لري.»
هغه وایي چې د مناسب بازار نشتوالی، د تقلبي شاتو واردات، د سټنډرډ جوړولو میکانیزمونو نشتوالی او د خلکو بېوزلي هغه موارد دي چې له امله یې دغه صنعت ښه بازار نه لري.
توفیقي وویل چې له څو کلونو راپه دېخوا د مچیو پالنې په کاروبار بوخت دی او د خپلو لګښتونو یوه برخه له دې لارې برابروي.
ورته مهال، د دایکنډي یو اوسېدونکی او د شاتو پېرونکی قدرت موسوي په دغه ولایت کې له تولیدېدونکو باکیفیته شاتو خوښ دی او وایي چې خالص شات ډېر درملیز او غذایي خواص لري.
هغه زیاته کړه چې د مناسب چاپېریال، د تازه ګلانو او طبیعي سرچینو په درلودو سره دایکنډي کې تولیدېدونکي شات له ښه کیفیته برخمن دي.
دی له خلکو غواړي چې د وطني تولیداتو او له دغه صنعته د ملاتړ په موخه په دغه ولایت کې تولیدېدونکي شات وپېري.
ورته مهال، د دایکنډي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې په تېر یوه کال کې ډېرو خلکو د مچیو فارمونو جوړولو ته مخه کړې ده.
د دایکنډي د کرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني صحت امریت مسوول امین جوادي وایي چې دمګړۍ له دې ادارې سره په رسمي ډول د مچیو ۵۳ لوی او کوچني فارمونه ثبت دي.
هغه وویل چې سږ کال په دایکنډي کې د شاتو مچیو ۲۰ نوو فارمونو فعالیت پیل کړی دی.
هغه وویل چې د شاتو مچیو فارملرونکي له دې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کوي.
جوادي زیاته کړه چې دا اداره له فارملرونکو سره د مچیو ساتنې، مناسب ځای، د شغلي اقتصاد د اهمیت، خوړو، حفطالصحې او ناروغیو د مخنیوي برخو کې همکاري کوي.
دا په داسې حال کې ده چې دایکنډي د هېواغد یو له کرنیزو ولایتونو دی چې ډېری اوسېدونکي یې د کرنې او باغدارۍ له لارې د ژوند لګښتونه برابروي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP