پلخمري (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۳): د بغلان د دهنهغوري، دوشي، او بورکې ولسوالیو په یو شمېر کلیو کې لا هم زرګونه کورنۍ د څښاک لپاره پاکو اوبو ته بشپړ لاسرسی نه لري او غوښتنه کوي چې حکومت یې باید دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.
د بغلان ولايت د دهنهغوري، دوشي او بورکې ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې سیمو کې یې د څښاک پاکې اوبه نه پیدا کېږي او اړ دي چې د څاوریو په واسطه یې له لرو پرتو سیمو څخه راوړي.
دوی وايي، په ځینو سیمو کې اوبه شته خو سرچینې یې لرې دي او اوبه د غرونو په لمنو کې ضایع کېږي، خو په خبره یې که دغه اوبه په سم ډول مدیریت شي، د زرګونو کورنیو د څښاک د اوبو ستونزه به ورسره هواره شي.
د دهنهغوري ولسوالۍ اوسېدونکي احمد خان وویل، د شلکتو، لرخاب، چرماو او دشتک سیمو شاوخوا پنځه زره کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته بشړ لاسرسی نه لري.
هغه وویل: «د دهنهغوري ولسوالۍ د اکثره سیمو اوسېدونکي له څښاک اوبو څخه لرې دي، د ولسوالۍ بازار ته نږدې چشمهجنګان څخه له درې کلیومتره لرې ځایه پر خرو او کراچیو کې اوبه راوړو.»
د یادې ولسوالۍ د عزیزان بابا کلي اوسېدونکی ضیاءالدین چې د ولسوالۍ په بازار کې اشپزي کوي، وایي، د سهار له لمانځه وروسته څښاک اوبو پسې نیم ساعت مزل کوم، مازدیګر بیا همدغسې کوو.»
هغه وویل: «موږ د عزیزان بابا کلي شاوخوا ۷۰ کورنۍ له ډېرو کلونو راهیسې د اوبو له کمښت سره مخ یو، د څښاک اوبو چینې رانه لرې دي، له نیم ساعت مزل وروسته د څښاک اوبو چینې ته رسېږو.»
دغه راز، د دهنهغوري ولسوالي د کلیو مدیر عبدالعزیز اخوندزاده وویل، دوی ۶۵ کلیوالي شوراګانې لري چې یوازې د ۱۷ شوراګانو خلک اوبه لري او نور ټول د څښاک له پاکو اوبو څخه لرې دي.
هغه وویل: «د بيبي ګوارې په نوم یو کلی دی چې خلک یې پر خرو باندې له ډېر لرې ځایه، درې کیلومتره فاصلې لرې چینې څخه اوبه راوړي، تېر کال یو کس چې له چینې یې اوبه راوړې، له غره ښویدلی و، مړ شو، همداسې شلکتو، لرخابي او شاوخوا د نورو سیمو خلک چې زرګونه کورنۍ کېږي د څښاک له اوبو لرې دي، حتی د ولسوالۍ بازار ته نږدې کلي دي چې خلک یې پوره اوبه نهلري.»
د هغه د معلوماتو له مخې، د یادو کلیو شاته په یوه دره کې روانې اوبه شته خو په شګو کې ضایع کېږي او که په سم ډول مدیریت شي، د پایپونو په واسطه په اسانۍ د ولسوالي تر بازاره رارسیږي چې ورسره به د زرګونه کورنیو د څښاک اوبو ستونزه حل شي.
ورته مهال، د بغلان د بلې لرې پرتې بورکې ولسوالۍ اوسېدونکی قدرتالله وایي، زموږ د دوو کلیو، تنګي مرچ او شولقلق اوسېدونکي په نږدې سیمو کې د څښاک اوبه نه لري.
هغه وویل: «د شولقلوق او تنګي مرچ کلیو اوسېدونکي چې شاوخوا پنځه سوه کورنۍ دي، د څښاک اوبو لپاره د ژمي واورې ساتې، د خپلو کورونو بامونه او کندې په پلاستیک پوښي چې اوبه تم کړي، بیا یې د څښاک لپاره کاروي، بله چاره نشته کوهي کیندل ناشوني دي، چینې هم لرې شته خو اوبه یې تروې دي.»
دغه راز، د دوشي ولسوالۍ د دهنلرخاب سیمې اوسېدونکی عبدالصابر هم د څښاک پاکو اوبو د سرچینو له لرېوالي شکایت کوي او وایي، وروسته له هغې چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې یې پر سیمو سېلابونه راغلل، له هماغې ورځې ګڼ شمېر کورنۍ د څښاک له اوبو بې برخې شوې دي.
نوموړي وویل: «په لرخاب درې د سږ کال سېلاب راتلو وروسته چې د اوبو سرچینې یې له منځه لاړې، څښاک اوبو ته لاسرسی محدود شوی دی، زه چې لاندې سیمه کې په یوه کرایه کور کې اوسېږم، له هغه ښکته له مدرسې اوبو راوړم، د لرخاب درې یکهذتوت او بابرانو کلي لسګونه کورنۍ هم له لرې ځایونو اوبه راوړي.»
خو د بغلان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست ویاند نورجان کاکړ پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د څښاک اوبو د شبکو او نیمه ژورو څاګانو پروژې پلې شوې او ځینې نورې یې د پلې کېدو په حال کې دي.
هغه وویل: «د بغلان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې پر سولري سیسټم سمبالې د څښاک اوبو ۲۲ شبکې او ۴۷ نیمه ژورو څاګانو پروژې پلې شوې دي، د ۳۰ نیمه ژورو څاګانو کارونه روان دي، په هغه سیمو کې چې خلکو ته د څښاک اوبو رسولو اړتیا شته، سروې یې شوې چې هغوی ته به هم کار وشي.»
هغه د یادو ولسوالیو د خلکو د ستونزو په اړه په مشخص ډول څه ونه ویل.
بغلان د هېواد په شمال کې له کندوز وروسته دویمه درجه حاصلخېزه ولایت ګڼل کېږي چې د شمالي سالنګ د واورو اوبه یې د ځمکو له خړوبولو وروسته د کندوز تر کرنیزو ځمکو رسېږي خو د ځینو غرنیزو سیمو اوسېدونکي یې لا هم د څښاک د پاکو اوبو له نعمت بېبرخې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP