ترینکوټ ( پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۳): د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي وایي، درې میاشتې کیږي د اغاجان بند د سروې او ډيزاین چارو پرانسته شوې چې لا یې عملي چارې نه دي پیل شوې، خو مسوولین وايي، له سروې او ډيزاین وروسته به یې کارونه پیل شي.
د راپورونو له مخې، د اروزګان ولایت په چنارټو ولسوالي کې پر ترینکوټ سیند د اغاجان بند د سروې او ډيزاین چارې د روان کال د تلې میاشتې په اوومه نېټه پیل شوې وې.
خو اوس د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، د څه باندې درېيو میاشتو په تېرېدو سره لا هم د دغه بند چارې په عملي توګه نه دي پیل شوې.
د ترینکوټ ښار یو تن اوسېدونکي محبالله وویل، تمه یې وه چې د دغه بند د جوړېدو چارې به ژر پیل شي.
هغه زیاتوي: «د درېیو میاشتو په تېرېدو سره لا هم د اغاجان په سیمه کې د بند د تړلو څرک نشته.»
دغه راز د چنارټو ولسوالي یو تن اوسېدونکي عزیزالله وویل، د بند په سیمه کې هیڅ ډول چارې نه دي ترسره شوي او حتی د ځمکو د استملاک چارې یې هم نه لیدل کیږي.
د ترینکوټ ښار یوه بل اوسېدونکي وویل، له ۴۰ کالونو یې هیله وه چې پر ترینکوټ سیند دغه ډول د اوبو بند جوړ شي، ځکه په جوړېدو سره به یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه تر اوبو لاندې شي.
دوی له اړوندو ادارو غواړې چې د یادې سترې پروژې چارې دې ژر پیل کړي.
ورته مهال اروزګان کې د سیندیزې فرعي حوزې مسوولین وايي، د یاد بند د چارو د پیل په تړاو یې له لوړپوړو مسوولینو سره خبرې کړې دي.
د یاد ریاست رییس مولوي خلیلالرحمن عمري پژواک اژانس ته وویل: «د وزارت ترڅنګ د ملي پراختیایي شرکت له مسوولینو سره مې هم ولیدل او د یادې پروژې د ژر پیل غوښتنه مې ورڅخه وکړه.»
هغه وویل، د یادې پروژې د چارو د پیل پر وړاندې اوسمهال هیڅ ډول خنډ شتون نهلري او زیاتوي چې مسوولینو یې د چارو د ژر پیل ډاډ ورکړی.
بل لور ته، د ملي پراختیا شرکت ویاند نبيالله ارغنديوال پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه چارې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري دغه شرکت ته سپارل شوې دي.
هغه وايي، دا مهال د یاد بند د سروې چارې روانې دي چې له بشپړېدو وروسته به یې ډيزاین او بیا د جوړېدو کار پیل شي.
د معلوماتو لهمخې اغاجان بند به د۷۰ میلیونه مترمکعبه اوبو د ذخېره کولو ظرفیت ولري او په تړلو سره به یې د برېښنا د تولید ترڅنګ اووه زره جریبه کرنیزه ځمکه هم خړوب شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP