بامیان (پژواک، ۹ مرغومی ۴۰۳): بامیان کې ځايي تولیداتو ته د ښځو د لېوالتیا په ډېرېدو سره دې برخه کې فعالیتونه ډېر شوي خو صنعتګرې ښځې د محصولاتو لپاره د مناسب بازار له نشتوالي اندېښنه څرګندوي.
د ضحاک لاسي صنایعو ټولنې مسووله سلما احمدي چې د لاسي صنایعو د تولید او پلور برخه کې فعالیت کوي، وايي، سیمهییزو تولیداتو ته د مېرمنو لېوالتیا ډېره شوې او ډېر شمېر مېرمنو دغه صنعت ته مخه کړې ده.
د هغې په خبره، مخکې کلونو کې د محلي تولیداتو د پلور شاوخوا ۳۰ دوکانونه وو، په داسې حال کې چې اوس د بامیان په بازار کې شاوخوا ۱۵۰ دوکانونه جوړ شوي او مېرمنې په کې فعالیت کوي.
هغې وویل: «سره له دې چې د محلي تولیداتو د پروسس او جوړولو برخه کې ډېر بدلونونه راغلي او په مډرن توګه تولیدېږي خو د مناسب بازار نشتون صنعتګر اندېښمن کړي دي.»
دغهراز، سکینه چې د لاسي صنایعو تولید برخه کې کار کوي، د بازار نشتون د ځایي تولیداتو لپاره یوه لویه ستونزه بولي.
د هغې په خبره، اوسنیو شرایطو کې دغه ولایت کې لُمڅی، ټغر، برک، هزارګي جامې، ګرافدوزي، له لُمڅي جوړ شوي بوټان، لاسي بیکونه، خولۍ، واسکټ، ګاڼۍ، سفالي لوښي، شات، حیواني محصولات او په شنوخونو کې کرنیز محصولات تولیدېږي.
د هغه په باور، که د صنعتګرو مېرمنو ملاتړ ونهشي او په کور دننه او بهر ځايي تولیداتو ته د پلور زمینه برابره نهشي، دې برخې ته به د مېرمنو لېوالتیا کمه شي او داخلي تولیدات به لهمنځه ولاړ شي.
د ښځو لپاره د سیمهییزو تولیداتو اقتصادي اهمیت
دغه راز، ټولنیز کارپوهان هم سیمهییز تولیدات د ښځو لپاره د کارموندنې او د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم بولي.
ټولنیز کارپوه نجیبالله ذکي د ښځو د اقتصادي ځانبسیاینې برخه کې د سیمهییزو تولیداتو رول مهم بولي او وايي: «ځايي تولیدات یوازې د هغو مېرمنو د عاید سرچینه ده چې د نورو کارو فرصت نه لري او له دې برخې ملاتړ کولای شي سیمهییز اقتصاد ته وده ورکړي.»
د هغه په باور، سیمهییزو تولیداتو ته بازارموندنه او له سوداګرو ښځو ملاتړ د سیمهییز اقتصاد د ښه کېدو او کورنیو تولیداتو ډېرېدو لامل کېدای شي او دغه راز د ملي عوایدو زیاتېدو ته زمینه برابروي.
هغه له مسوولینو وغوښتل چې د نندارتونونو په جوړولو، د لاسي صنایعو په معرفي کولو او دغو توکو ته د هېواد او سیمې په کچه بازارموندنه د لاسي صنایعو پلور ته زمینه برابروي او له صنعتګرو د لا ډېر ملاتړ لامل کېږي.
له صنعتګرو ښځو د ملاتړ برخه کې د مسوولینو اقدامات
د بامیان د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي نورزي امینزاده پژواک ته وویل، دغه ریاست د کورنیو او بهرنیو موسسو په همکارۍ له صنعتګرو مېرمنو ملاتړ کړی او د داخلي محصولاتو د پلور زمینه یې برابره کړې ده.
هغه زیاته کړه، سږ کال په دغه ولایت کې یوازې د سیمهییزو تولیداتو لپاره شاوخوا پنځه بازارګوټي جوړ شوي او په بامیان او نورو ولایتونو کې څو ملي نندارتونونه هم جوړ شوي چې صنعتګرې مېرنې ورته معرفي شوې وې.
دغه راز، د بامیان د کار او ټولنیزو چارو رییس قاري زینالله مسرور هم په دې اړه وویل، سږ کال د بامیان اوسېدونکو ته په بېلابېلو خصوصي او دولتي برخو کې څه باندې ۵۰۰ د کار جوازونه وېشل شوي چې له دې ډلې شاوخوا ۲۰۰ یې د ښځو اړوند دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP