اسعداباد (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۳): د کونړ یو شمېر لیکوالان او شاعران وایي، د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای خپل لیکل شوي اثار چاپ کړي او غوښتنه کوي چې حکومت او ملي سوداګر دې ورسره په دې برخه کې مرسته وکړي.
هغوی د خپلو لیکل شوو شعري او نثري کتابونو د چاپ لپاره د حکومت، سوداګرو او مرستندویه بنسټونو همکاري مهمه ګڼي او زیاتوي چې د پښتو ادب د ودې او بډاینې لپاره په ټولنه کې د شاعرانو او لیکوالانو لاسنیوی اړین دی.
د کونړ یوه اوسېدونکي او طنزیه شاعر رمضان صایم پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې شاعري کوي او په دې موده کې یې بېشمېره طنزونه، لنډې کیسې او شعرونه لیکلي چې په څو ټوکو کې د کتاب په بڼه چاپېدای شي.
هغه زیاته کړه: «د حکومت نه پاملرنه او زموږ کمزوری اقتصاد د دې لامل شوی چې ټولې لیکنې او شعرونه مې یوازې په قلمي بڼه په کتابچو کې لیکلي پاتې دي.»
دغه راز، یوه بل شاعر او لیکوال کاتبشاه کاتب وویل، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترڅنګ یې له ډېرو بنسټونو او سوداګرو په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې خو تر اوسه یې غږ نه دی اورېدل شوی.
د نوموړي په خبره، د پښتو ادب د ودې لپاره اړتیا ده چې د لیکوالانو او شاعرانو پنځونې چاپ او نوي نسل ته د روزنې او لارښوونې په موخه وړاندې شي.
کاتب وايي: «زه له تېرو ۳۵ کلونو راهیسې شاعري کوم، دوه چاپ شوې شعري ټولګې لرم چې د چاپ لګښت یې زما یوه ملګري ورکړی، نور مې د لنډو کیسو او شاعرۍ څو کتابونه له چاپه پاتې دي.»
کونړ کې یوازې دوی نه، بلکې په لسګونه دغه ډول شاعران او لیکوالان شته چې لیکل شوي اثار یې له چاپه پاتې او هغوی خپله یې د چاپولو توان نه لري.
دوی له حکومت، مرستندویه بنسټونو او سوداګرو غوښتنه کوي چې د شاعرانو او لیکوالانو ملاتړ وکړي او په دې برخه کې د یوه ځانګړي پروګرام له لارې د دوی لیکلي اثار په کتابي بڼه چاپ کړي.
خو بل لور ته، د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، په تېرو درېیو کلونو کې یې په دغه ولایت کې د ادب او فرهنګ د پرمختګ په موخه ډېرې هڅې کړې دي.
د یاد ریاست د اطلاعاتو امر جنتګل فدا پژواک ته وویل، په پلان کې لري چې د کونړ د لیکوالانو او شاعرانو د هغو اثارو چې د راتلونکي نسل او ټولنې د بېلابېلو اقشارو د ذهني روښانتیا او معلوماتو لپاره مهم دي، د چاپ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه وویل: «موږ به کونړ کې د خپلو نورو فرهنګي او ادبي فعالیتونو ترڅنګ هڅه وکړو چې د دغه ولایت د ټولو هغو لیکوالانو او شاعرانو چې شعري او نثري ټولګې یې له چاپه پاتې وي او چاپول یې د ټولنې په خیر وي، په کتابي بڼه چاپ کړو.»
هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت په راتګ سره په کونړ کې ادبي ناستې، غونډې او مشاعرې ډېرې شوې او لا هم هڅه کېږي چې د ادب او فرهنګ د پراختیا لپاره چټک ګامونه پورته شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP