کندوز (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۳): حکومتي مسوولین وایي، روان کال د هېواد په شمالختیځ کې زون کې د غنمو څه باندې ۲۱ زره تنه اصلاح شوی تخم تولید شوی چې په ټول هېواد کې به یو میلیون بزګرو ته ووېشل شي.
په کندوز کې د شمالختیځ زون د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې امر احمدشاه عزمان وویل چې سږ کال په کندوز، بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو کې د غنمو څه باندې ۲۱ زره ټنه اصلاح شوی تخم تولید شوی دی.
هغه وویل: «تصدیق شوي تخمونه د افاتو او ناروغیو پر وړاندې مقاوم دي او حاصلات یې نسبت نورو تخمونو ته ډېر وي او دا اصلاح شوی تخم به په ټول هېواد کې یو میلیون بزګرو ته ورکړل شي.»
ورته مهال، یو شمېر بزګر د غنمو د تصدیق شوي تخم له وېشه خوښي وښوده.
په دې اړه یوه بزګر محمدطاهر وویل: «د اصلاح شوو تخمونو حاصل د زردانې غنمو په پرتله ډېر دی، زموږ غوښتنه دا ده چې د بزګرانو لا ډېر ملاتړ وشي او ترڅنګ یې د شولو او میو تخمونه هم ورکړل شي.»
یوه کروندګر باغولي وویل: «الحمدلله په دې وروستیو کلونو کې چې موږ ته اصلاح شوي تخمونه راکول کېږي، زموږ حاصل ډېر ښه شوی، کرنه د یوه هېواد په اقتصاد کې مهم رول لري، نو له دې کبله موږ غواړو په نورو برخو کې هم اصلاح شوي تخمونه بزګرانو ته ورکړل شي.»
د افغانستان د شمالختیځ زون ولایتونه د ښو حاصلخېزو ځمکو، اوبیزو سرچینو او اقلیمي شرایطو په درلودو سره د هېواد د غنمو په تامین کې لویه برخه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP