مزارشریف (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳): د بلخ په مرکز مزارشریف کې د ابو عليسینا بلخي حوزوي روغتون مسوولین وایي چې د روان لمریز کال په لومړیو نهو میاشتو کې دغه ولایت کې د شري پر ناروغۍ اخته څه باندې ۷۲۰۰ ماشومان بستر شوي چې له ډلې یې ۳۲ مړه شوي دي.
د مزارشریف ابو عليسینا بلخي حوزوي روغتون د ماشومانو برخې شیف سرویس ډاکټر عبدالرووف فروغ پژواک ته وویل چې دغه روغتون کې د روان لمریز کال لومړیو نهو میاشتو کې ۷ زره او ۲۷۴ ماشومان د شري ناروغۍ له امله بستر شوي دي.
فروغ که څه هم د تېر ۱۴۰۲ کال د شري ناروغانو شمېر په اړه معلومات نه ورکوي خو وایي چې سږ کال یې شمېر د تېر کال پر پرتله ډېر شوی او د سږنیو بستر شوو ماشومانو له ډلې یې ۳۲ مړه شوي هم دي.
په همدې حال، بلخ کې یو شمېر ډاکټران په ماشومانو کې د شري ناروغۍ نښې تبه، ټوخی، پر بدن سرې لکې، د پزې بهېدل او په سترګو کې ستونزې یادوي.
د ماشومانو برخې ډاکټر عبدالغفار وایي چې شری یوه ساري ناروغۍ ده او تر ډېره له پنځه کلونو کمعمره ماشومان پرې اخته کېږي.
هغه که څه هم شری خطرناکه ناروغي نه بولي خو وایي چې د اختلاتي کېدو په صورت کې د ماشوم د مړینې لامل کېږي.
د نظیفې په نوم یوه ډاکټره بیا پر دغه ناروغۍ د ماشومانو د اخته کېدو د مخنیوي لپاره د ماشومانو پر پاک ساتلو، سالمه تغذیه او دغهراز په ساړه موسم کې د ګرمو جامو پر اغوستلو ټینګار کوي او له کورنیو غواړي چې دا ټکي په پام کې ونیسي.
بلخوا، یو شمېر ناروغلرونکي روغتون کې له شته امکاناتو او خدماتو خوښ دي.
د عبدالله په نوم یو ناروغلروونکی وایي چې د تېر په پرتله دغه روغتون کې ناروغانو ته ښه رسېدنه کېږي او ډاکټران شپه او ورځ د ناروغانو خدمت کوي.
بسمالله یو بل ناروغلروونکی بیا وایي چې د شري څخه د مخنیوي په موخه دې عامه پوهاوي لپاره پراخ کمپاینونه وشي او هم دې روغتون کې د درملو د کمښت ستونزه حل شي.
ورته مهال، د بلخ عامې روغتیا ریاست مسوولین هم ناروغانو او ناروغلروونکو ته د هر ډول امکاناتو برابرولو ډاډ ورکوي.
د دغه ریاست ویاند کمال خان ځدراڼ پژواک ته وویل چې د موسمي او ساري ناروغیو مخنیوي لپاره دغه اداره تل چمتووالی لري.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي و چې د تېر میلادي کال لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان کې د شري ناروغۍ له امله ۱۶۰ ماشومان مړه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP