Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د احمدولي په نوم د یوه مخکني څارنوال کیسه چې اوس د روږدو په مرکز کې تر درملنې لاندې دی

کندهار (پژواک، ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۳): د احمدولي په نوم ځوان چې پخوا یې په کابل، اروزګان او کندهار ولایتونو کې د څارنوال په توګه دنده ترسره کوله او بیا د خپلو نږدې ملګرو له خوا په نشه‌يي توکو روږدی شو، اوس د کندهار د روږدو په مرکز کې تر درملنې لاندې دی.

د کندهار ولایت اوسېدونکی احمدولي چې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالي له څانګې فارغ شوی، د کابل ترڅنګ یې په کندهار او اروزګان ولایتونو کې د څارنوال په توګه دنده ترسره کړې ده.

دی چې ۳۴ کاله عمر لري او په کندهار کې د روږدو درمنلې په مرکز کې بستر دی وايي، له هیڅ ډول نشې یې درېغ نه دی کړی خو اتلس میاشتې کېږي چې لاس یې ترې اخیستی او غواړي بېرته خپل عادي حالت ته وګرځي.

د نوموړي په خبره، د خپلو نږدې دوستانو له لوري پر نشه‌ روږدی شوی او زیاتوي که دغه ځل ورغېد، بیا به نشه نه‌ کوي.

احمدولي وویل: «زما ښه ژوند و، اوس هم شکر دی ښه کورنۍ لرم خو بس په دې بدبختۍ اخته شوم، زما په شمول زموږ په ټوله کورنۍ کې نالوستی کس نشته، زه څارنوال وم، په کابل، کندهار او اروزګان کې مې دندې ترسره کړې خو بس د ملګرو او دوستانو له امله په نشه‌يي توکو اخته شوم، اوس مې ټينګه اراده کړې او هر ډول نشه مې پرېيښې ده.»

دغه پخوانی څارنوال وايي، اوس‌مهال څلور اولادونه لري او که له نشې یې زړه صبر شو، بېرته خپل عادي ژوند او کاروبار ته به مخه کوي.

ورته مهال، د احمدولي مشر ورور محمدجان وویل، احمدولي یو لوستی ځوان دی، خو دوستانو یې د هغه ښه ژوند نه شوای زغملی، ځکه یې هغه پر نشه‌يي توکو روږدی کړ.

هغه زیاته کړه، د کورنۍ ټول غړي يې لوستي دي او احمدولي هم په کندهار کې له ښوونځي تر فراغت وروسته کابل ته ولاړ او هلته یې د قضا‌ء او څارنوالي برخه کې لوړې زده‌کړې وکړې.

هغه وویل: «احمد ولي ډېر ښه استعداد درلود، هغه په کابل کې لوړې زده‌کړې په ۱۳۸۹ کال کې بشپړې کړې، بیا تر یوه کال وظیفې وروسته کندهار ته راغی، دلته يې د څارنوالۍ برخه کې وظیفه لرله، بیا یې دی د اروزګان څارنوالۍ ته واستاوه، خو په دغه جریان کې زموږ د خپلو دوستانو له خوا هغه پر نشو اخته شو؛ ځکه دوی دغه زموږ او د احمدولي پرمختګ او ښه ژوند نه شوای زغملی.»

محمدجان وايي، احمد‌ولي څلور اولادونه لري چې درې یې لوڼې او یو یې زوی دی چې اوسمهال یې سرپرستي د هغه خسر کوي.

کندهار کې د روږدو درملنې په مرکز کې لسګونه نور ځوانان هم شته چې د بېلابېلو عواملو پر اساس پر نشه‌يي‌ توکو روږدي شوي چې اوس تر درملنې لاندې دي او حرفوي زده‌کړې هم ورکول کېږي.

هغه روږدي چې اوس دلته په رغېدو دي او حرفوي زده‌کړې کوي، غوښتنه لري چې د کار زمینه دې هم ورته برابره شي.

غلام‌محمد هغه ځوان دی چې په دغه مرکز کې یې هم درملنه کېږي او هم خیاطي زده‌ کوي.

هغه وویل: «زه ډېر خوشحاله یم چې دلته مې خیاطي یو څه زده ‌کړې ده او غواړم چې تر دې زده‌کړو وروسته خپل کسب وکړم او بیا به هیڅکله نشه نه‌کوم.»

د احمدالله په نوم یو بل ځوان چې تازه یې له نشو زړه صبر شوی وایي، ډېر روږدي کسان چې کله له دغه ځایه ووځي، د اوزګارۍ له امله بیا نشو ته مخه کوي.

هغه زیاته کړه: «موږ دلته خوشحاله یو چې درملنه مو کېږي او کسب را زده کېږي، خو دا کسبونه په درېیو میاشتو یا شپږو میاشتو کې نه زده ‌کېږي، موږ چې کله خوشي شو، نه شو کولای خپل کاروبار وکړو، نو اکثره کسان بیا نشو ته مخه کوي، زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته د کار زمینه برابره شي، بیا به هیڅکله نشه ونه‌ کړو.»

ورته مهال، د دغه مرکز مسوولین وايي، اوسمهال ورسره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان تر درملنې لاندې دي او داسې کسان هم‌ په ‌کې دي چې لوړې زده‌کړې یې کړې دي.

د دغه مرکز مسوول حافظ عبدالشکور شکیب پژواک خبري اژانس ته وویل، دلته په عمومي توګه هر کس درې میاشتې ساتل کېږي خو که یو څوک له ډېرو کلونو روږدی وي، بیا باید تر شپږو میاشتو دلته وساتل شي.

هغه زیاته کړه: «دلته معتادینو ته پوره درمل شته، ډاکټران یې تداوي کوي، د دې ترڅنګ د موټرسایکل د ترمیم، پاپیپ‌کاري، خیاطي، نلدواني او نورو برخو کې حرفوي زده‌کړې هم ورکول کېږي چې له خوشي کېدو وروسته بیا خپل کسب وکړي.»

د مسوولینو د معلوماتو له ‌مخې، په تېر یوه کال کې په دغه مرکز کې د شاوخوا دوه زره روږدو درملنه شوې او ترڅنګ یې حرفوي زده‌کړې هم ترلاسه کړې چې یو شمېر یې اوس مهال خپل کاروبار هم لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.