Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نجونو او ښځو ته د ټیټانوس واکسین پر تطبیق د ډاکټرانو ټینکار

کابل (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ ): یو شمېر نجونې او ښځې په داسې حال کې د ځینو دلایلو له امله د ټیټانوس ناروغۍ واکسین نه کوي چې ډاکټران د دغه واکسین پر تطبیق ټینګار کوي او وايي، دغه ناروغي په ځینو مواردو کې د شخص د مړینې لامل کېدای شي.

ډاکټران وايي، ټیټانوس ناروغي په خاوره کې د موجودې باکټریا او پر بدن د ټپونو له لارې د انسان بدن ته داخل او په عضلاتو او عصبي سیسټم کې ځای نیسي.

هغه نجونې او ښځې چې تر اوسه یې ټیټانوس ناروغۍ واکیسن نه دی کړی

۲۶ کلنه مرسل چې د کابل پوهنتون د حقوقو له پوهنځي فارغه شوې، وايي، تر اوسه یې د ټیټانوس ناروغۍ واکسین نه دی تطبیق کړی؛ ځکه هر وخت حفظ‌‌ الصحه مراعات کوي.

هغې زیاته کړه: «کله چې حفظ‌‌ الصحه په سم ډول مراعات کړو، هېڅ‌کله پر ټیټانوس نه اخته کېږو.»

په همدې حال کې، د کابل د خیرخانې اوسېدونکې ۳۵ کلنه ګل‌بخت وايي: «د څلورو اولادونو مور یم، تر اوسه مې واکسین نه دی کړی او نه پوهېدوم چې ټیټانوس څه دی؛ ځکه چې تر اوسه زموږ په قوم کې پر دې ناروغۍ څوک نه دي اخته شوي.»

دغه راز، د کابل ښار بله اوسېدونکې ۱۸ کلنه مریم وایي چې مور یې په ماشوم‌توب کې د دې واکسینونه بشپړ کړي خو د ټیټانوس واکسین یې ځکه نه دی کړی چې په دې اړه یې معلومات نه درلودل.

ټیټانوس ناروغي، خپرېدل او نښې نښانې یې

د کابل ښار په ملالۍ روغتون کې د نسايي ولادي ناروغیو متخصصې ډاکټر فهمیې سکندر خلیل پژواک ته وویل، ټیټانوس یوه مکروبي ناروغي ده چې د (Clostridium tetani) په نوم باکټریا له لارې رامنځته کېږي.

هغې زیاته کړه: «دغه باکټریا په مختلفو چاپېریالونو لکه خاوره، دوړو او ککړو ځایونو کې موجود وي او پر بدن د سوځېدو او نورو لاملونو له امله د ټپونو او د زیږون پر مهال د روغتیايي ټکو په پام کې نه نیولو له امله د انسان بدن ته ننوځي، دغه راز، د ماشوم د نوم پرې کولو پر مهال هم روغتیايي سپارښتنو ته نه پاملرنه د ماشوم بدن ته د میکروب داخلېدو لامل ګرځي.»

د هغې په خبره، تبه، د بدن ډېر خولې کېدل، د سر درد، د عضلاتو غیرکنټرولي حرکتونه، د عضلاتو شخ‌والی، خسته‌ګي او تنفسي ستونزې د دې ناروغۍ له نښو نښانو دي.

ایا ټیټانوس ناروغي خطرناکه او مرګونې ده؟

کابل ښار کې د شفاجو روغتون رییسې ډاکتر نجم‌السما شفاجو له دې مخکې ویلي: «له دې امله چې ټیټانوس تنفسي عضلات تر تاثیر لاندې راولي، ښايي د تنفسي اختلالاتو لامل شي او په ځينو مواردو کې ممکن د ناروغ د مړینې سبب هم شي.»

ورته مهال، یاد روغتون کې د نسایي ولادي ناروغیو متخصصې ډاکټرې بنفشې عارفي وویل: «ټیټانوس پر عصبي سیستم اغیز کوي چې په هغه حالت کې ناروغ خپل کنټرول له لاسه ورکوي، حرکات یې په کنټرول کې نه وي، عضلات یې شخېږي، د ناروغ د خولې لعاب بهېږي او تل خوله وي، اخته کس تل عصبي وي، خپل اطراحیه سیسټم نشي کنټرولولای او ځینو مواردو کې د ناروغ د مړینې لامل کېږي.»

د ټیټانوس واکسین پر تطبیق د ډاکټرانو ټینګار

ډاکټر فهیمه سکندري وايي، د ټیټانوس واکسین تطبیق پر یادې ناروغۍ د اخته کېدو د مخنیوۍ غوره لار ده او اوس‌مهال دغه واکسین په روغتیايي مرکزونو کې په وړیا ډول نجونو او ښځو ته تطبیقېږي.

هغه نجونو او ښځو لپاره د ټیټانوس واکسین تطبیق اغیزناکه بولي او ټینګار کوي چې امیندوارې مېرمنې هم د ټیټانوس واکسینو په تطبیقولو سره له یادې ناروغۍ څخه ژغورل کېدای شي.

هغې څرګنده کړه، د عامې روغتیا وزارت په مرکز او ولایتونو کې خلکو ته په وړیا ډول د ټیټانوس واکسین برابروي څو نجونې او مېرمنې د ټیټانوس له خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي وي.

نوموړې له ټولو ځوانو نجونو او امیندوارو مېرمنو وغوښتل چې په منظم ډول د واکسین ټولې دورې پوره کړي.

ورته مهال، ډاکټر بنفشه عارفي د یاد واکسین پر تطبیق ټینګار کوي او وايي، مېرمنې مخکې له دې چې پر ټیټانوس اخته شي، خپل بدن دې د دې ناروغۍ پر وړاندې معافیت کړي او واکسین دې وکړي.

هغه وايي، باید له ۴۵ کلونو کم‌عمره هره نجلۍ او مېرمن د ټیټانوس واکسین وکړي.

د ټیټانوس واکسینو د تطبیق د پړاوونو څرنګوالی

کابل ښار کې د نسایي او ولادي ناروغیو متخصصې ډاکټرې خدیجې مصباح وویل، یاد واکسین له ۱۵ تر ۴۵ کلنو مېرمنو ته په پنځه پړاوونو کې تطبیقېږي.

د هغې د معلوماتو له مخې، د لومړي پړاو له تطبیق څخه یوه میاشت وروسته دویم پړاو، له هغه شپږ میاشتې وروسته درېیم پړاو، یو کال وروسته یې څلورم پړاو او پنځم پړاو هم له هغه یو کال وروسته تطبیقېږي.

هغې چې د ټولو نجلو او ښځو لپاره د یاد واکسین تطبیق اړین وباله او ویې ویل، شاید نجونې او مېرمنې د میاشتیني عادت پر مهال د حفظ ‌الصحې نه مراعتولو له امله پر دې ناروغۍ اخته شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.