Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډاکټران: کور کې زېږون خطرناکې پایلې لرلای شي

فیروزکوه‌ (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳): ډاکټران د غیرمسلکي کسانو له لوري زېږون په داسې حال کې خطرناک بولي چې په غور کې یو شمېر مېرمنې وايي، د ځینو ټولنیزو ناسمو دودونو او د ښځینه‌ متخصصو ډاکټرانو او نسايي ولادي روغتونونو کموالی هغه لاملونه دي چې دوی په کور زېږون ته اړباسي.

د یادونې ده، له پخوا راهیسې په دغه ولایت کې ډېرو مېرمنو ته په کورونو کې د ځايي قابلو او غیرمسلکي ښځو له لوري زېږون ورکول کېږي.

د زهرې په نوم د الفاروق ولسوالۍ ۴۵ کلنې اوسېدونکې پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېرې مېرمنې په خپلو سیمو کې د ښځینه متخصصو ډاکټرانو او د نسايي ولادي روغتیايي مرکزونو نشتوالي او دغه‌راز په ټولنه کې د حاکمو دودونو له امله په کورونو کې زېږون کوي.

خو هغې دغه کار په بشپړه ډول ناسم وباله او د خپلې نګور د له لاسه ورکولو په تړاو یې يوه ترخه پېښه په دې ډول بیان کړه: «نګور ته مې تېر کال چې کله یې دویم ماشوم زېږاوه، یوه دایه راوستلې وه خو سخته خونریزي یې پیدا کړه، هیڅ نه درېده، اړه شوم چې د غور ولایتي روغتون ته یې بوځم خو بې ګټې وه؛ ځکه چې پر لاره یې ژوند له لاسه ورکړ.»

هغه له دولته غواړي چې په کورونو کې د زېږون د خطرونو مخنیوي لپاره دې د خلکو د پوهې کچه لوړه کړي او دغه‌ راز، د درملنې مجهزو مزکزونو جوړولو ترڅنګ هلته ښځینه متخصصې ډاکترانې وګوماري.

ورته مهال، د نرمه‌ګل په نوم د غور د الله‌یار ولسوالۍ یوه بله مېرمن وايي، دوه ماشومان یې په کور کې زېږولي دي.

هغې زیاته کړه: «خواښې به مې تل ویل چې ما تل په کور کې زېږون کاوه، ولې ماته کومه ستونزه نه جوړېده، اوس روغتونونه موډ شوي، له همدې امله دي چې ناروغ روغتون ته ځي او عملیات کېږي، تاسو هم باید روغتون ته ولاړې نه شئ.»

نرمه‌ګل وویل، دوه ماشومان یې د خواښې په خوښه کور کې زېږېدلي او له هيڅ ستونزې سره نه وه مخ شوې خو د روان کال په پيل کې یې چې کله درېیم ماشوم زېږېده، سخته سالنډي ورته پیدا شوه.

هغه زیاته کړه: «دوه ماشومان مې په کور کې زېږېدلي، هيڅ ستونزه رامنځته نه شوه، خو دوه کاله مخکې چې کله زما درېیم ماشوم نړۍ ته راغی، د تنفس ستونزه ورته پیدا شوه او له څو ساعتونو وروسته وفات شو، بیا مې قسم وکړ چې د زېږون پر مهال به روغتون ته ځم.»

ورته مهال، ډاکټران په کور کې زېږون خطرناک بولي او له کورنیو غواړي چې باید خپلې انګیندې د زېږون پر وخت روغتیایي مرکزونو ته یوسي.

د غور د ولایتي روغتون د نسايي ولادي برهې ډاکټرې سحر رحیمي پژواک ته وویل: «په کور کې زېږون ښايي د کورنیو د غړو په شتون کې د ښځې لپاره د راحتۍ او ارامۍ لامل شي او له ډېر لګښته مخنیوی وکړي، خو د هغو کورنیو لپاره چې په کور کې د زېږون له خطورنو ناخبره دي، کولای شي د مور او ماشوم ژوند له خطر سره مخ کړي.»

هغه زیاتوي چې په کور کې زېږون ممکن د ځینو ستونزو لکه د ماشوم د تنفس ستونزه، د مور د سختې وینې بهېدنې او دغه راز د حفظ الصحې د نه مراعاتولو له امله د مور او ماشوم لپاره جدي انتانات رامنځته کړي.

نوموړي له کورنیو وغوښتل چې ښځې د زېږون په وخت کې حتماً روغتیايي مرکز ته ولېږدوي.

بلخوا، د غور د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې په لرو پرتو سیمو کې د درملنې د ښو خدمتونو وړاندې کولو او امیندوارو مېرمنو ته د رسېدنې لپاره یې له ځايي رضاکارانو کار اخیستی دی.

د غور د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالستار موفق د غیرمسلکي کسانو له لوري زېږون رد کوي او وايي: «زموږ ټوله هڅه دا ده چې مسلکي کارکوونکې په ټولو لرو پرتو سیمو کې وګومارو او هغوی ته لازمه روزنه ورکړو څو وکولای شي د زېږون پر مهال میندو سره مرسته وکړي او په سمه توګه له مور او ماشوم څخه پالنه وشي.»

نوموړي وویل چې د روغتیا برخې د موسسو او عامې روغتیا وزارت په همکارۍ په تېرو دوو کلونو کې ډېر شمېر روغتیايي ځالې په لرو پرتو سیمو کې فعالې شوې او په وروستیو کلونو کې د ښه خدمتونو وړاندې کولو له امله د مور او ماشوم په مړېنه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.