Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېرو ۲۴ ساعتونو کې غزه کې ۸۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳): تېرو ۲۴ ساعتونو کې غزه کې د اسرائیل په هوايي بریدونو کې ۸۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰۸ نور ټپیان شوي دي.

عربي رسنیو راپور ورکړی چې په غزه کې د کډوالو پر جبلیا کمپ د اسرائیلي ځواکونو په تازه هوايي بریدونو کې لسګونه کورونه ویجاړ شوي، د غزې په مرکز کې د نصیرات په نوم د کډوالو پر کمپ هم برید شوی او په خان‌یونس کې پر یوه ودانۍ د برید لپاره له بې‌پیلوټه الوتکې کار اخیستل شوی دی.

د فلسطیني رسنیو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال په ۷مه د اسرائیل او حماس ترمنځ د بریدونو له پیل راهیسې تر اوسه، ۴۵ زره او ۵۰۸ کسانو ژوند بایللی او څه باندې ۱۰۰ زره نور ټپيان شوي دي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې رییس فیلیپ لازاریني پر الموسوي بشردوستانه سیمې د اسرائیل برید ته په غبرګون کې وویل چې په غزه کې هېڅ امن ځای نشته.

د یادونې ده چې د اسرائیلو په بریدونو کې د غزې ډېره برخه پر ویجاړیو بدله شوې او د دې ترانګې نږدې ټول ۲.۳ میلیون وکړي یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.