کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د کاناډا لومړی وزیر جسټین ټروډو وروسته له نهو کلونو د دغه هېواد د حاکم لیبرال ګوند له رهبرۍ استعفا کوي.
رویټرز خبري اژانس نن د یوې باخبرې سرچینې له قوله چې نه یې دې غوښتي نوم یې واخیستل شي، راپور ورکړی چې ټروډو ښايي له خپلې دندې د ګوښه کېدو اعلان وکړي.
د راپور له مخې، ښايي ټروډو نن د ورځې په لومړیو کې خپله استعفا اعلان کړي.
تر اوسه په دې اړه د لومړي وزیر دفتر څه نه دي ویلي.
ورته مهال، رويټرز دغه راز د ګلوباند مېل له قوله لیکلي، معلومه نه ده چې ټروډو به کله د وتلو لپاره خپل پروګرامونه اعلانوي، خو ښایي دغه څه د چهارشنبه ورځ د لیبرال د قانونجوړوونکو له اضطراري ناستې مخکې پېښ شي.
د راپور له مخې، د لېبرال یو شمېر استازو ښکاره له ټروډو غوښتي چې استعفا ورکړي.
راپور کې د ګلوباند مېل له قوله لیکل شوي، لا معلومه نه ده چې ټرودو به ژر له خپلې دندې ګوښه شي او که د لیبرال د نوي مشر تر ټاکل کېدو به پاتې وي.
ټروډو په ۲۰۱۳ کال کې هغه مهال چې ليبرال ګوند له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان او په لومړي ځل د عوامو ناسته کې درېیم مقام ته راکښته شوی و، د دغه ګوند د رهبر په توګه وټاکل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP