Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره یوه اونۍ کې له پاکستانه د تورخم له لارې ۲۴۰ افغانان را ایستل شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳): د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې تېره یوه اونۍ کې له پاکستانه د تورخم له لارې ۲۴۰ افغانان را ایستل شوي دي.

مسوولین وايي، ډېری دغو کسانو قانوني اسناد هم درلودل او پولیسو له نیولو وروسته بندیان کړي هم وو.

په تورخم بندر کې د انتقالاتو امر بخت‌جمال ګوهر وايي، د یاد بندر له لارې تېره اونۍ ۲۴۰ افغانان د پاکستاني له لوري راډيپورټ شوي دي.

هغه زیاته کړه، دغه ډيپورټ شوي افغانان د خوست، کابل، بغلان، کونړ، لغمان، پکتيا، بامیان، اروزګان، کاپیسا او ننګرهار ولايت اوسېدونکي دي.

د ګوهر په خبره، یاد کسان چې ډېرو یې اسناد هم درلودل، د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې نيول شوي وو چې بیا د تورخم فرضي کرښې له لارې افغان لوري ته سپارل شوي دي.

نوموړي وويل چې د دغو کسانو له ډلې ۵۹ یې یوازې تېره ورځ راډيپورټ شول.

هغه زیاته کړه چې دغو کسانو پاکستان کې سختې شکنجې او بد حالات لیدلي او له یوې تر شپږو میاشتو یې د بند موده هم تېره کړې ده.

هغه دا هم وویل چې را اړول شوی کسان د تورخم مهاجرينو په دفتر کې ثبت او د حقوقي پوهاوي لپاره اېن‌ار‌سي د چاودېدونکو توکو اړوند عامه پوهاوي لپاره ډي‌ار‌سي او لازمو مرستو لپاره ای‌اواېم موسسې ته معرفي شوي دي.

د يادونې ده، په یادو کسانو کې ۱۰ ډيپورت شوې کورنۍ هم شاملې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.