Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حج او اوقافو وزارت له یوه شرکت سره د حج بهیر کې د خدماتو وړاندې کولو تړون لاسلیک کړ

کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي چې د دغه وزارت یوه پلاوي د سعودي عربستان په مکه معظمه ښار کې له یوه شرکت سره د حج بهیر کې د خدماتو وړاندې کولو تړون لاسلیک کړ.

یاد وزارت نن پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت باصلاحیته هیئت د سعودي عربستان په مکې معظمې ښار کې له جنوب اسیا (ضیوف البیت) مؤسسې سره د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د حج پروسې په تړاو د خدماتو وړاندې کولو قرارداد لاسلیک کړ.»

سرچینې زیاته کړې، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسوولینو په سعودي عربستان کې له بېلابېلو موسسو او شرکتونو سره تر لیدنو او مجالسو وروسته، د را روان حج په تړاو د غوره خدماتو وړاندې کولو تړون له ضیوف البیت شرکت سره تېره ورځ لاسلیک کړ.

سرچینه زیاتوي، یاد شرکت مکلف دی چې د افغان حاجیانو لپاره په مقدسو مشاعرو کې ټول اړین خدمات له تړون سره سم په ښه کیفیت او کمیت وړاندې کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه شرکت په منیٰ، عرفات او مزدلفه کې د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې اوږده تجربه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.