Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې روان کال څه باندې ۲۳۰۰ سوالګر راټول او بایومتریک شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي، روان کال يې له مرکز جلال‌اباد او ځينو ولسواليو څخه ۲۳۲۹ سوالګر راټول او د مرستو لپاره يې ثبت او بایومتریک کړي دي.

مسوولین وايي، د دغو کسانو د راټولو موخه د اړمنو او غیر اړمنو کسانو معلومول او ورسره مرسته کول دي.

د ننګرهار ولايت د امنیې قوماندانۍ وياند سيدطیب حماد د مرغومي په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د قوماندانۍ اړوند د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیريت له لوري په تېر يوه کال کې ۲۳۲۹ سوالګر راټول شوي دي.

دی وايي، دغه کسان د جلال‌اباد ښار او ځینو ولسواليو څخه راټول شوي چې په کې ماشومان، ښځې، نارینه، معلولین، سپين‌ږیري او نجونې شامل دي.

هغه زیاته کړه، د دغو کسانو له راټولولو وروسته هغوی ثبت او بایومټریک شوي، اړمن او غیر اړمن په کې مشخص شوي چې غیراړمن سوالګرو له کورنيو څخه ضمانتونه اخېستل شوي او اړمن کسان د مرستو لپاره دولتي او غیردولتي ادارو ته ورپېژندل شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دغه موده کې ۲۱۸ کسانو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې، ۹۰ کسانو سره د کار او ټولنيزو چارو رياست او ۷ کسانو سره د شهیدانو او معلولینو رياست له لوري مرستې شوې دي.

د حماد په وينا، په مرکز او ولسواليو کې د سوالګرو راټولو لړۍ روانه ده او هڅه کېږي چې میاشت کې دوه درې ځلې دا چاره ترسره شي.

بلخوا، د ننګرهار ولايت یو شمېر اوسېدونکي له دغې چارې خوښ دي او وايي، د سوالګرو ډېروالي له امله خلک ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

محمدالله چې د جلال‌اباد ښار په مخابراتو څلور لارې کې د برېښنايي وسايلو د پلور هټۍ لري، وايي، سوالګرو کې داسې ډېر کسان شته چې اړمن نه دي او دغه چاره يې کسب ګرځېدلی دی.

هغه وايي، اوس په جلال‌اباد ښار کې له اړمنو سوالګرو، کسبګر سوالګر ډېر شوي او که همداسې له ښار څخه راټول شي نو ورسره به ډېرې ستونزې کمې شي.

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم په ښارونو او ولسواليو کې د سوالګرو راټولولو ځانګړی کمېسیون جوړ شوی چې په ټول هېواد کې يې زرګونه سوالګر راټول او بایومتریک کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.