Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې مسګران د دغه لرغوني صنعت له منځه تلو ته اندېښمن دي

مزارشریف (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳): د بلخ ولایت یو شمېر مسګران د خپلو محصولاتو لپاره د بازار له نشتوالي شکایت کوي او اندېښنه څرګندوي چې دغه لرغونی صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.

مسګري د افغانستان یو لرغونی صنعت دی چې یو وخت یې ښه بازار درلود خو اوس‌مهال دغه صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.

بلخ ولایت کې یوه مسګر عبدالمنان پژواک ته وویل، د مسګرۍ هنر ورته له پلاره په میراث پاتې دی، خو د هرې ورځې په تېرېدو سره دغه چاره له ورکېدو سره مخ ده او څوک نشته چې د دغه صنعت ملاتړ وکړي.

د عبدالمنان په وینا، که له دغه صنعت ملاتړ وشي او دوی ته خام مس برابر شي، نو د خپل هنر له لارې کولای شي چې د مسګرۍ صنعت برخه کې ښې لاسته‌راوړنې ولري.

د عبدالمنان ترڅنګ نور مسګران هم پر دې باور دي چې له څو کلونو راهیسې دغه صنعت ته د سیمه‌ییزو مسوولینو له خوا پاملرنه نه ده شوې او دغه لرغونی هنر په بلخ ولایت کې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.

د مسي توکو یو بل پلورونکی عبدالقیوم هم تاییدوي چې بازار یې پيکه شوی او وايي، د محصولاتو پلور یې خورا کم شوی دی.

د هغه په وینا، که د دغه صنعت بیا ژوندي کولو لپاره کار ونه شي نو ډېر ژر به یې ټغر ټول شي.

نوموړي وویل، پخوا په بلخ کې له ۴۰ څخه ډېر د مسو دوکانونه وو، خو اوس په دغه ولايت کې له دوو تر څلورو پورې دوکانونه پاتې دي.

په یاد ولایت کې د مسو صنعت‌ګر پخوا د خوراکي او غیرخوراکي توکو لپاره د مسي لوښو په تولید سره له ښه بازاره برخمن وو او په بلخ کې به په هر کور کې مسي لوښي موجود وو، خو اوس د مسي لوښو پرځای له ښیښه‌یي، پلاستیکي او نکلي لوښو کار اخیستل کېږي.

ورته مهال، د بلخ ولایت د کسبګرو اتحادیې رییس میرویس احمدي هم اندېښنه څرګندوي چې دغه صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی او په دغه ولایت کې د مسي توکو د پلور او تولید یوازې څلور دوکانونه پاتې دي.

هغه له هېوادوالو وغوښتل څو د مسي توکو په استفادې سره دغه صنعت ته وده ورکړي او د له منځه تلو مخنیوی یې وکړي.

بلخوا، د بلخ صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال نصیراحمد نیازي مسګرانو ته د ملاتړ ډاډ ورکوي.

هغه پژواک ته وویل: «د صنعت او سوداګرۍ ریاست تل د صنعتکارانو ترڅنګ ولاړ دی او هره اونۍ د بېلابېلو برخو له صنعتکارانو سره ګوري، ستونزې یې راټولوي او وزارت سره یې شریکوي.»

د یادونې ده، د مسګرۍ ترڅنګ په دغه ولایت کې د اهنګرۍ، حلبۍ‌سازۍ، کلالي، قره‌قل او یو شمېر نور لرغوني صنعتونه هم د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.