زرنج (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۳): نیمروز ولایت کې د ماشومانو داخله ناروغیو یو متخصص تنفسي ناروغۍ، په ځانګړي توګه سینه بغل خطرناک بولي، له کورنیو غواړي چې د سینه بغل نښو د لیدو په صورت کې د کورنۍ درملنې پر ځای دې ناروغ ژر تر ژره روغتیايي مرکز ته ولېږدوي.
یاد ډاکټر وايي، سره له دې چې طبابت پرمختګ کړی او د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې روغتیايي مرکزونه جوړ شوي، خو اوس هم کورنۍ د خپلو ناروغانو درملنه د یوناني درملو او کورنیو لارو چارو په وسیله کوي چې دغه کار ځیني وخت د ناروغانو لپاره خطر پېښولای شي.
هغه کورنۍ چې د خپلو ماشومانو درملنه د یوناني درملو یا کورنیو لارو چارو په وسیله کوي
۳۵ کلنه عایشه چې د پنځه ماشومانو مور ده او د زرنج ښار په کلوخک سیمه کې ژوند کوي، پژواک خبري اژانس ته وايي: «زموږ په کلي کې کلینیک نشته، روغتون ډېر لرې دی، د کرایې، ډاکټر فیس او دوا وس نهلرو، ماشومان چې سینه بغل کېږي دلته نږدې یو یوناني طبیب ته یې وروړو، جوشانده ورکوي، بدن یې څو ځله پر ویکسو غوړوي، ماساژ ورکوي څو ښه شي.»
ورته مهال، نازبيبي یوه بله مېرمنه ده چې د ماشومانو د درملنې لپاره د دوايي درملنې ترڅنګ سنتي طبابت ته هم مراجعه کوي.
هغې خپل شپږ میاشتینی لمسی چې پر سینه بغل اخته و د درملنې لپاره یوه طبیب ته راوړی و، ویې ویل: «د اوړي په موسم کې کله چې لمسي مې پر نس ناستې اخته کیږي او د ژمي په موسم کې چې سینه بغل کېږي یا د غوږونو پر درد اخته کېږي همدغه طبیب ته یې راولم، جوشانده درمل ورته تیاروي، ژر ښه کېږي، که ډاکټر ته یې بوځم حتمن زر روپۍ یې درمل کېږي، دومره پیسې نهلرو.»
د ماشومانو داخله ناروغیو متخصص: ځیني وخت کورنۍ درملنه خطرناکه تمامېږي
نیمروز ولایت کې د ماشومانو داخله ناروغیو متخصص ډاکټر فرهاد همدرد پژواک ته وویل، د طب د پرمختګ سره سره اوس هم ډېری خلک په کلیو او ولسوالیو کې د دوايي درملنې پر ځای له سنتي طبابت او یوناني درملنې کار اخلي؛ داسې حال کې چې په سنتي طبابت کې د ناروغۍ لامل نه تشخیصیږي، خو په عصري طب کې د سینه بغل نوعیت، د بلغم اندازه او د ماشوم تنفس په کره توګه تشخیص کېږي او وروسته د هغه مطابق درمل ورکول کېږي.»
هغه څرګنده کړه چې د هرې ناروغۍ د درملنې لپاره تشخیص بنسټیز رول لري او له تشخیص پرته باید ناروغ ته درمل ورنه کړل شي.
هغه زیاته کړه: «په هغه صورت کې چې د درملنې له مرحلې مخکې سم تشخیص وشي، یوناني درمل هم خپل تاثیرات لري، خو په هغه اندازه نه چې طبي درمل یې لري.»
د هغه په خبره، ځینې تنفسي ناروغۍ چې په لومړي پړاو کې او کمزورې وي، په جوشانده یوناني درملو تداوي کېږي، خو په یوناني درملو د سینه بغل درملنه ناشونې ده.
هغه زیاته کړه: «د نفستنګۍ خفیفه درجه په یوناني درملو ښه کېږي، خو سینه بغل په یوناني درملو نه ښه کېږي، ځیني ماشومان یې ماته راوستل چې عادي سینه بغل وو، خو یوناني جوشانده درملو په خوړلو یې وضعیت نور هم خراب شوی و او یا هغه ماشومان چې اسهال وو، کورني ډاکټر ته یې بوولي او د یوناني جوش کړو درملو په خوړلو یې وضعیت نور هم خراب شوی دی.»
د هغه په خبره: «له ولسوالیو داسې ماشومان راوړي چې سینه یې په تریاکو یا وېکسو ورغوړه کړې وي، د وېکس بوی او تنفس کول پزې وچوالی له منځه وړي، د ماشوم پزه پرانیزي خو په درملنه کې رول نه لري؛ خو موږ ماشوم ته د درملو ورکولو ترڅنګ، سپارښتنه کوو چې د غوړولو پر ځای، وېکس په جوش اوبو کې واچوئ څو ماشوم یې بخار تنفس کړي، دا د وقایې یو ډول دی، درملنه نه ده.»
هغه ښځه چې له دودیزو لارو چارو د ماشومانو درملنه کوي
د زرنج ښار اوسېدونکې فاطمه هغه ښځه ده چې د دودیز طبابت له لارې د ورځې لسګونه ماشومانو ته درمل ورکوي، هغې پژواک ته وویل چې دودیز طب له ډېرې مودې راهیسې د ښار او کليوالو خلکو تر منځ دود دی.
هغه زیاتوي: «ډېری خلک، په ځانګړې توګه په ژمي کې چې ماشومان زر ناروغېږي او خلک یې د درملنې توان نهلري، ما ته یې راولي، ځیني کسان ۵۰ افغانۍ راکوي، ځیني ۱۰۰ روپۍ او یو شمېر نور بیا پیسې نهلري، همدا اوس د ورځې لس ناروغان راځي، ان لویان چې د رګ بندښت، د ستوني درد او یا سخته نفستنګي ولري، ماته یې راولي.»
خو هغه وايي، له پنځلس کلونو راهیسې په دودیز ډول یا په کور کې د ناروغانو د درملنې له لارې خپل کورني لګښتونه پوره کوي او تر اوسه یې ناروغان له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP