کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۳): افغانستان، سعودي عربستان او ترکیې د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند د هوکړې هرکلی کړی او د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، اوس اړینه ده چې د هوکړې ټول پړاوونه په داسې بڼه بشپړ عملي شي چې اوربند دوامداره او بشري مرستې په بېړنۍ توګه د غزې ولس ته ورسېږي.
د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکتوبر په اوومه په غزه کې د حماس او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوه چې تر اوسه دوام وکړ.
د راپورونو له مخې، د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني یوې خبري غونډې ته ویلي چې اسرائیل او حماس په غزه کې د اوربند او یرغمل کسانو خوشي کولو په تړاو تېره ورځ هوکړې ته رسېدلي او ټاکل شوې چې اوربند د راتلونکې اونۍ د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۳۰مه) پیل شي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) او اسرائيلي اشغالګر رژیم ترمنځ د اوربند د هوکړې د هرکلي ترڅنګ د منځګړو هېوادونو، په ځانګړي ډول د قطر او مصر دولتونو له هڅو مننه کوي.»
خبرپاڼه کاږي، د اوربند دغه هوکړه د فلسطیني ولس د افسانوي زغم او د غزې په تړانګه کې د زړور مقاومت د څه باندي پنځلس میاشتو تاریخي مبارزې او قربانیو پایله ده.
د خبرپاڼې په حواله، د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي مقاومت مشرتابه او د فلسطین صابر ولس ته د دې لویې لاستهراوړنې مبارکي وايي.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، اوس اړینه ده چې د هوکړې ټول پړاوونه په داسې بڼه بشپړ عملي شي چې اوربند دوامداره او بشري مرستې په بېړنۍ توګه د غزې ولس ته ورسېږي.
د خبرپاڼې له مخې: «د پخوانیو هوکړو پايلو ته په پام، ښکېل لوري او نړۍواله ټولنه باید ډاډ ترلاسه کړي چې اسرائيلي رژیم د خپلې برخې ژمنې په مسوولانه توګه ترسره کړي، په منځني ختيځ کې تلپاتې سوله او آرامتیا یوازې د فلسطین د قضیې د مشروع حل او د فلسطیني ولس د خپلواکۍ له لارې ترلاسه کېدلای شي.»
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، اسلامي امارت به د تېر په څېر د افغان ملت په استازولۍ د یوه خپلواک فلسطیني دولت او فلسطیني ولس ملاتړ ته دوام ورکوي.
دغه راز، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د غزې د اوربند له تړون څخه هرکلی کړی او د منځګړو هېوادونو د هغو هڅو ستاینه یې کړې چې د دغه تړون د تر لاسه کولو لپاره یې کړې دي.
سعودي هم له غزې د اسرائیلي اشغالګرو د بشپړ وتلو او د فلسطینیانو خپلو کورونو ته د بېرته ستنېدو غوښتنه کړې ده.
له دې سره سم، د ترکیې بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، غزه کې د اوربند هرکلی کړی او د اوربند د درې واړو پړاوونو پر بشپړ پلي کېدو یې ټینګار کړی دی.
ترکیې پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی چې د اوربند دغه هوکړهلیک ته د اسرائیل د ژمنتیا ډاډ ترلاسه کړي.
د ترکیې بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د ۱۹۶۷ کال د پولو او پلازمېنې په توګه د بیتالمقدس د منلو سره سم دې ژر تر ژره د یوه خپلواک فلسطیني دولت د رامنځته کولو په موخه د سولې خبرې پیل شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر ویلي، غزه کې تر اوربند وروسته دویم پلان د غزې حکومتولي، امنیت او بیارغونه ده.
هغه زیاته کړې، د امریکا درېیم پلان د اسرائیل او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو عادي کول دي چې په خبره یې، دویم او درېیم پلان به د امریکا د راتلونکي حکومت پر غاړه وي.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ زېږدیز کال له اکتوبر راهیسې د اسرائيلو بریدونو کې د ټولو وژل شوو فلسطینیانو شمېر ۴۶ زره او ۵۳۷ ته رسېدلی او په یاده موده کې ۱۰۹ زره او ۵۷۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP