شبرغان (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۳): د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ زرګونو اوسېدونکو د یوې غونډې په ترڅ کې د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د پرمختګ او ثبات ټینګېدو ستاینه کړې او د لویو پروژو پلې کېدل د هېواد د اقتصادي ودې او ځان بسیاینې لپاره مهم بولي.
د جوزجان د اقچې ولسوالۍ د ولسي شورا رییس سید حامد اغا په دې غونډه کې وویل چې د دې ولسوالۍ خلکو تل د پرمختګ او ودې لپاره هڅې کړې او نن هم په هېواد کې د پرمختیایي پروژو په ملاتړ سره دا ښیي چې د ژوند د کیفیت ښه کولو او د سیمې او هېواد د اقتصاد پیاوړتیا لپاره بشپړ چمتو دي.
هغه زیاته کړه: «د قوشتیپې کانال یوه لویه او مهمه پروژه ده، زموږ بزګران ډېره ګټه پورته کوي، موږ باید له خپلو طبیعي سرچینوغوره ګټه واخلو او دغه پروژې به مرسته وکړي څو بزګران وکولای شي ډېر محصولات تولید کړي او په پایله کې یې د سیمې اقتصاد وده وکړي.»
دغه راز، د اقچې ولسوالۍ دوو نورو قومي مشرانو حاجي عبداللطیف او حاجي جمالالدین وویل، په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د قوشتيتې کانال، ټاپي، د سالنګ لویې لارې بیارغونې او نورو لویو او وړو پروژو پلي کېدل د هېواد د اقتصادي ودې لپاره یو مثبت ګام دی.
دوی زیاته کړه چې د یوه ښه راتلونکي لپاره له حکومت او بېلابېلو بنسټونو سره همکاري کوي او هغه پرمختیایي پروژې چې په دې ولسوالۍ کې روانې دي، نه یوازې د ولسوالۍ د خلکو په ګټه دي، بلکې د ټول هېواد د اقتصاد په وده او سوکالۍ کې مرسته کوي.
په همدې حال کې، د جوزجان والي قاري ګلحیدر شفق وویل، دا ډول غونډه د هېواد اوږدمهاله موخو ته د رسېدو لپاره د خلکو او چارواکو پیوستون ښیي او دغه راز د خلکو د ژوند ښه کېدو او ملي اقتصاد د ودې په موخه له پرامختیایي پروژو د ملاتړ لپاره ده چې د خلکو په ملاتړ سره به پروژې په غوره بڼه تطبیق شي.
هغه وویل: «موږ به د دغو پروژو او مالي سرچینو برابرولو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړو، خو د یادو پروژو د پلې کېدو تر ټولو مهم کار د خلکو ملاتړ او ګډون دی؛ که خلک له موږ سره وي، کولای شو په چټکۍ خپلو اهدافو ته ورسېږو.»
هغه یاده غونډه مهمه وبلله او د خلکو د ملاتړ ستاینه یې وکړي، ویې ویل چې حکومت به د دغو پروژو پلي کولو لپاره خپلو ژمنو ته دوام ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP