کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۳): تېره اونۍ، جو بایډن وویل چې افغانستان امریکا ته ګواښ نه دی، ځینو هېوادونو له ا.ا وغوښتل چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي او ایټاليا، سویس او جاپان له افغانستان سره ۸.۶ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- بایډن: افغانستان د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د «ترهګرو» پر پټنځای نه دی بدل شوی او امریکا ته ګواښ نه دی.
- بېلابېلو هېوادونو له اسلامي امارته وغوښتل چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.
- د خواجه اصف څرګندونو ته د ا.ا غبرګون؛ موږ بهرنیو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوو، د داعش مرکزونه پاکستان کې دي.
- ایټاليا، سویس او جاپان له افغانستان سره ۸.۶ میلیون ډالر مرسته کوي.
مرګژوبله:
تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د راپورونو له مخې، چارواکو تېره اونۍ وویل چې د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې یو «وسلهوال غل» د امنیتي ځواکونو ځوابي ډزو کې وژل شوی، یو امنيتي کس ټپي شوی او کندهار کې «وسلهوالو غلو» پر هټۍوالو ډزې کړې، دوه کسان یې ټپیان کړي دي.
ځايي چارواکو ویلي چې تېره اونۍ، فاریاب کې یو کس د خپل پلار او ورور له لوري او بلخ کې یو کس د خپلې مېرمنې او زامنو له لوري وژل شوی، لوګر کې د یوه ۴۰ کلن کس مړی موندل شوی او لغمان کې د دوو قومونو ترمنځ د غره د ملکیت پر سر نښته کې یوه ښځه ټپي شوې ده.
یادونه: د مرګژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.
وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
بایډن: افغانستان نور د امریکا لپاره ګواښ نهدی
د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره اونۍ وویل چې افغانستان د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د «ترهګرو» پر پټنځای نه دی بدل شوی او له دغه هېواده امریکا ته هېڅ ګواښ متوجه نه دی.
هغه ویلي، پر دې باور دی چې د القاعدې اصلي ګواښ به په راتلونکي کې نور له افغانستانه نه، بلکې له نورو سیمو سرچینه اخلي.
ده دا هم ویلي چې واشنګټن کولای شي افغانستان له لرې کنټرول کړي.
اسلاماباد کې د اسلامي نړۍ د همغږۍ سازمان غونډه
د اسلامي نړۍ د همغږۍ سازمان تېره اونۍ اسلاماباد کې «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زدهکړې، چلېنجونه او فرصتونه» تر سرلیک لاندې غونډه وکړه. په دغې غونډه کې د نجونو پر زدهکړو ټینګار وشو او دا نه یوازې شرعي مسئله، بلکې د ټولنې یوه اړتیا یې هم وبلله.
د دغه سازمان سرمنشي محمد بن عبدالکریم العیسی په دغې ناسته کې وویل، په اسلام کې د نجونو د زدهکړو لپاره کوم بندیز نشته او د نجونو زدهکړو په اړه له شته ناسمو باورونو سره باید د اسلامي امت ټول علما په ګډه مبارزه وکړي.
خو د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله ایکسپاڼه اسلاماباد کې د یادې غونډې په اړه لیکلی: «څرګنده ده چې دا د افغان ښځو لپاره د ریښتینې اندېښنې له مخې نه، بلکې له طالبانو سره د روانې جګړې برخه ده، خو ځیني وختونه، حتی ستا دښمن کولی شي چې تا ته یوه ګټه ورسوي.»
هغه په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو پر ځنډولو نیوکه کړې، خو وایي چې دا په افغانانو پورې اړه لري چې دغه ستونزه حل کړي.
جرمني، اتریش، هالنډ او کاناډا له اسلامي امارته غوښتي چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «جرمني، اتریش، هالنډ او کاناډا پرېکړه کړې چې د ملګرو ملتونو له خوا تصویب شوي “د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د لهمنځه وړلو کنوانسیون” څخه د سرغړونې په تور د افغانستان له سرپرست حکومته ځواب وغواړي.
اسلامي امارت لا تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي خو تر دې مخکې یې په وار وار په ډاګه کړې چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو حقونه د اسلامي قوانینو پر بنسټ خوندي دي او هڅې روانې دي چې د مناسب چاپېریال په رامنځته کېدو سره د نجونو زدهکړو ته اجازه ورکړل شي.
د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونو ته د ا.ا غبرګون
د راپورونو له مخې، تېره اونۍ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي وو چې په ۲۰۲۴ کال کې «افغانستان د داعش خراسان د جذب او تسهیلاتو مرکز و او د ټيټيپي په ګډون نورو بېلابېلو ډلو په کې فعالیت» درلود.
خو د اسلامي امارت ویاند حمدالله فطرت په دې اړه ویلي: «د پاکستاني اړخ دغه ادعاوې ناسمې دي، اسلامي امارت په کراتو ویلي او په عمل کې یې هم ثابته کړې چې په افغانستان کې بهرنیو ډلو ته د فعالیت کولو اجازه نه ورکوي او نه د دې اجازه ورکوي چې له افغانستانه نورو هېوادونو ته تهدید متوجه کړي، ولې برعکس د داعش د تمویل او تولید مرکزونه په بلوجستان او د پاکستان په ځینو نورو سیمو کې فعالیت لري او داسې ښکاري چې د دوی تر چتر لاندې یې د فعالیت اجازه هم ترلاسه کړې وي او تخریبي اعمال ترسره کوي.»
هغه زیاته کړې چې دا هر څه مستند دي او شواهد یې شتون لري.
ده ویلي، د پاکستان امنیتي پېښې خپله د دغه هېواد کورنۍ موضوع ده او په افغانستان پورې اړه نه لري.
د مرستو دوام
تېره اونۍ، سویس له افغانستان سره ۲،۶ او جاپان ۱،۵ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې او ایټالیا ویلي چې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۴،۵ میلیون یورو مرسته کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP