ژبه

کونړ کې د یوه ځوان د وژلو په تور څلور کسان نیول شوي

قضافي مل

اپریل 3, 2025 - 10:25 am

Views: 341

اسعداباد (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۴): د کونړ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د یوه ځوان د وژلو په تور څلور کسان نیول شوي دي.

د کونړ د امنیې قوماندانۍ له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د دغه ولایت په ماڼوګي ولسوالي کې ناپېژانده وسله‌والو یو ځوان وژلی و.

خبرپاڼه کاږي چې د یاد ځوان د قتل په تور څلور کسان نیول شوي او اوس تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.

تر اوسه د وژل شوي ځوان د قتل انګېزه نه ده روښانه شوې.

د یادونې ده، دوه ورځې مخکې هم د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د یوې شخړې پر مهال دوه ځوانان په ډزو وژل شوي وو.